د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د طالبانو له سیاسي دفتر له مرستیال، ملابرادر سره ولیدل.
ښاغلی خلیلزاد چې تېره ورځ(پنجشنبې د تلې په ۱۰مه نېټه) د افغان سولې خبرو مرکچي پلاویو لیدنې په موخه دوحې ته ورسید او په لیدنه کې یې د افغان سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، محمدنعیم وايي، دواړو لورو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پر پابندۍ ټینګار کړی دی.
دی زیاتوي چې د بندیانو ازادول هم د دواړو لورو د بحث موضوع وه.
له بلې خوا دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوي له اسلام علماو نړیوال سازمان له رییس، احمد الریسوني سره لیدلي دي. دوی وايي چې نوموړي له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پر بنسټ د سولې خبرو پر مخ بیولو ویلي دي.
دا په داسې څال کې ده چې د سولې خبرو لپاره پر یوه طرزالعمل نه هوکړې ته د رسېدو یوه اختلافي موضوع هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ د سولې خبرو پرمخ بیول دي.
طالبان غواړي چې د مذاکراتو بنسټ له امریکا سره هوکړه وټاکل شي.
په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې دی، د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي، مذاکراتو کې د ستونزې حل لپاره، یوه منځګړي ته هم اړتیا نهشته.
محمد نعمیم ویلي چې د افغانستان د ۴۰ کلنۍ جګړې حل لپاره اړتیا ده چې مهم بحثونه وشي.
د هغه په وینا پایلې ته د مذاکراتو رسولو لپاره باید دواړه لوري زغم ولري. بل لوري په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست وایي، امریکا په دې لټه کې نه ده چې د افغان سولې مذاکراتو کې، پر کوم لوري خپله حل لار وتپي.
د افغانستان د سولې خبرو لپاره د یوې کړنلارې د جوړولو په موخه له روانو هڅو شل ورځې تېرې شوې، خو لا هم له امریکا سره د طالبانو هوکړه او په پرېکړو کې حنفي فقه د بنسټ په توګه منل چې د طالبانو له لوري مطرح شوي د سولې خبرو د کړنلارې جوړولو پر وړاندې خنډونه بلل کیږي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نه غواړي چې، د خپلو دغو غوښتنو په اړه ډېر جزییات ورکړي او په دې بهیر کې یوازې دواړه خواوې زغم ته رابولي.