د کابل پولیسو نن یکشنبې (د تلې په ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي دي چې په دغه ښار کې ناپېژانده وسله والو دوه تنه دولتي کارکوونکي وژلي دي.
خبرپانه زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار د شپاړلسمې حوزې په اړوند تانک چکري سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې په تړاو تراوسه څوک نیول شوی نه دي.
بلخوا د کابل پولیس د دې پخلی کوی چې نن سهار ۸:۱۰ دقیقې د اتمې حوزې په اړوند هېوادول سیمه کې پر یوه لنډکروزر ډوله موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې ده چې په پایله کې یې دوه تنه ولسي وګړي پټيان شوي دي.
د کابل پولیسو د دواړو پېښو په هکله ډېر جزییات نه دي وړاندې کړي.
ورته مهال اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه بنسټ ویاند او کمېشنر حمدالله ارباب د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوندو سیمو کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې نه روغ رمټ راوتلی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چې د ښاغلی ارباب چلوونکی په دغې چاودنه کې وژل شوی او یو ساتونکی یېې ټپي شوی دی.
تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغو پېښو پړه نه ده منلې.