Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: طالبان دې د شعارونو پر ځای خپل پروګرامونه وړاندې کړي

ولسمشر غني وايي چې طالبان دې د شعارونو د کاورنې پر ځای، خپل پروګرامونه وړاندې کړي.

ښاغلی غني چې تېره ورځ (شنبې، د تلې پر ۱۲مه) پکتیکا ته په خپل سفر کې یوځل بیا له طالبانو سره د سولې د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړې او د دغو مذاکراتو پر بریالي کېدو یې ټینګار وکړ.

هغه په دې اړه وویل:«که طرحه نه لرئ او یوازې تش شعارونه ورکوئ، له دې شعارونو سره خلک نه دوکه کېږي... راشئ او افغانیت ومنئ، او اسلامیت ومنئ.»

ولسمشر غني د خپلې ونیا په برخه برخ کې د پکتیکا خلکو ته ژمنه وکړه چې ټول افغانستان یې جوړ کړی، پکتیکا به هم جوړه کړي:«ما خو ټول افغانستان جوړ کړ! جوړ مې نه کړ؟ نو اوس د دې وخت رارسېدلی، چې لویې پکتیا ته واقعاً توجه وشي او پکتیکا ته تر نورو ډېره.»

بل خوا د پکتیکا ولایت ځينې اوسېدونکو د هغه څه پر وړاندې چې د دغه ولایت له قومي مشرانو سره یې د ولسمشر غونډې ته یې نه پرېښودل بولي، اعتراض لري.

د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:«نن مو دا خلک د دې لپاره راغونډ کړي دي چې جمهور رییس ته ورشو چې دا زموږ غوښتنې څرنګ شوې؟»

د پکتیکا بل تن اوسېدونکی هم څرګندوي:«ورشو خپله زیرځړه ورته وکړو فریاد ورته وکړو نن هغه خلک ورغلي دي چې د کوتو په شمار خلک دي.» 

ځينې خبریالان هم وایي چې اجازه نه ده ورکړل شوې چې دې غونډې ته خبري پوښښ ورکړي.

خبریال ذکي په دې هکله وايي:«په دویم قراول کې موږ ته د ولسمشر د ساتونکو له خوا دا وویل شول چې ستاسو له کمرو سره نه شې داخلېدای.»

خبریال خوشحال رحیم هم وویل:«ټولو خبریالانو پرېکړه وکړه چې تر هغې چې یوه خبریال ته د خبریال ارزښت نه وې ورکړل شوی، دوی به له ولایتي ادارې سره پرېکون کوي او د دوی هېڅ یوې غونډې ته به خبري پوښښ نه ورکوي.»

د ولایتي شورا دغه غړي هم ددغو محدودیتونو په اعتراض کې په خواله رسنیو کې د خپلې تړلې خولې عکسونه خپاره کړي دي .

د پکتیکا د ولاتیي شورا غړی افسرخان سلیمان‌ خېل هم څرګنده کړه:«څو نمایشي او فرمایشي خلک یې راغوښتي وو چې کابو د۳۰۰ تر ۴۰۰ یې شمېر وو دا څلور سوه تنه د ټولې پکتیکا نماینده ګي نه شي کولای.»

بل خوا له اعتراضونو یو ساعت وروسته د ولسمشر ویاند د خپل ټوېټر پر پاڼه ولیکل چې د ولسمشرۍ د ویاند دفتر  دا مضوع د پکتیکا ولایت له چارواکو سره به جدي توګه تعقیبوي.

شریک یي کړئ