Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تماس ډلو د غونډو په ټپه درېدل؛ اختلافونه لا حل شوي نه دي

په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له پیله د ۲۳ ورځو له تېرېدو سره، لا هم د افغان سولې د اصلي مذاکراتو برخلیک روښانه نه دی.

د مذاکراتو په کړنلارې د مرکچي پلاویو ترمنځ اختلافونه له اوونیو چنې وهلو وروسته پر خپل ځای دي او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو غونډې له شپږو ورځو راهیسې په ټپه درېدلي دي.

ورته مهال د مرکچي پلاویو ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټيکې هڅې پیل شوې دي.

تازه په تازه د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د ناټو له مُلکي استازي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازي، په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دوحه کې یې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره لیدلي دي او د افغانستان سولې بهیر د پرمختګ او د تاوتریخوالي د کموالي د اهمیت په هکله خبرې اترې کړې دي:«ناټو په افغانستان د سولې او امنیت ملاتړ ته په بشپړه توګه ژمنه ده.»

له دې سره هم مهاله د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې او سیمې ته د خپل سفر په تازه پېر کې له مرکچي پلاویو سره یې لیدلي دي.

بلخوا ټاکل شوې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله تر راتلوونکو دوو ورځو د افغان سولې بهیر په هکله هند ته سفر وکړي او په دې هکله له هندي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

شریک یي کړئ