Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې چاودنه؛ خلک لا هم مړي د ویجاړیو له لاندې راوباسي

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې له چاودنې یوه ورځ وروسته، خلک لاهم د ویجاړیو او کنډوالو له لاندې مړي راوباسي.

تېره ورځ غرمه، په غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه او کابو ۴۰ تنه نور ټپيان شول.

خو دا شمېرې وروستۍ نه دي او شونې ده چې په هغه کې بدلون راشي؛ لکه څرنګه چې نن سهار د سیمې خلکو د کنډوالو او ویجاړیو له لاندې د یوه لس کلن ماشوم مړی راویست. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا ماشوم کله چې له ښوونځي د کور په لور روان و، د دغې چاودنې قرباني شو.

د دغه ماشوم پلار محمد خان په ډېر درد سره وایي چې یوازې یې د خپل زوی د جسد نښې پیدا کړې دي:«د زوی مې یوازې پښه ده، د نورو غوښې مو هم راټولې کړې دي، همدا پښه یې چې زه په تابوت کې کېږدم زما زړه تسل کېږي.»
   
د ارشاد ورور محمد اکراه هم زیاتوي:«موږ دواړه په لار روان وو؛ خو زه لږ مخته ولاړم، یو دم چاودنه وشوه.»

محمد نورزی چې په غني خېلو ولسوالۍ کې موټر چلوونکی دی وايي، چې تېره ورځ د چاودنې پرمهال له چاودېدونکو توکو د ډک موټر تر څنګ و چې چاودنه یې وکړه:«زه له مازدا موټر سره نږدې وم او نور پوه نه شوم چې څه وشول.»
 
خو دا د دې چاودنې د ویر پای نه دی، په دې پېښه کې د هېواد د کرېکټ د لوبڅار بسم الله شینواري د کورنۍ څلور غړي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان دي.
   
د کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری وايي:«له داوړ لوریو غواړو چې نور بس دی؛ نور د افغانانو وینه مه تویوئ!»

په قطر کې د سولې د مذاکراتو له ناروښانه برخلیک سره همهاله دا په هېواد کې یوه تر ټولو خونړۍ چاودنه ده. او د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم له جګړو ستومانه شویو خلک د دوحې د مذاکراتو ښو پایلو ته په تمه دي؛ یو شمېر هېوادوال وایي چې دغه راز بریدونه د دوحې د سولې د مذاکراتو په تړاو ورو، ورو د خلکو هیلې له منځه وړي.

شریک یي کړئ