Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې له ۲۴ ساعتونو په کمه موده کې د اوو تنو وژل او ټپي کېدل

له تېرو ۲۴ ساعتونو په کمه موده کې په کابل کې د امنیت ضد څلور پېښې شوې دي چې په دغو پېښو کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لومړنۍ پېښه کې، نن سهار ناپېژاندو وسله والو چې پر موټر سایکل سپاره وو، د پلازمېنې په بګرامیو سیمه کې د ملي دفاع وزارت د حقوقو د برخې دوه افسران ویس احمد او سید نظیف الله ووژل او د هغوی موټر چلوونکی یې ټپي کړ.

د ویس احمد ورور، منیراحمد د خپل مشر ورور د وژل کېدو په ویر کې اوښکې تویوي، او عدالت تامین غواړي هغه له حکومته غواړي چې د ورور وژونکي یې ژر تر ژره ونیسي او په سزا یې ورسوي.

هغه زیاتوي:«همدا ورور مې زموږ په کور کې زموږ لپاره د ستنې په څېر و، د هغه له وژل کېدو سره زموږ ملا ماته شوه.»

ویس احمد شاوخوا لس کاله په ملي دفاع وزارت کې دنده ترسره کړې وه او د بګرامیو په سیمه کې یې په کرایې کور کې ژوند کاوه، له هغه څلور ماشومان پاتې دي چې لا تر اوسه د خپل پلار له وژل کېدو خبر نه دي.
     
د ویس احمد خپلوان نقیب الله شینواری وايي:«په کابل کې د پولیسو په نوم څوک نه لرو.»

د ملي دفاع وزارت بل افسر سید نظیف الله چې له ویس احمد سره یو ځای ووژل شو له هغه هم څلور زامن او یوه کم عمر لور پاتې ده.

د نظیف الله مشر زوی سید یاسین وایي چې ټاکل شوې وه؛ پلار یې پنځلس ورځې وروسته د ډګروالۍ رتبې ته ارتقا وکړي.
     
د نظیف الله زوی سید یاسین زیاته کړه:«دا حال پر موږ تېرېږي، چې د ولسمشر پر سر تېرشي بیا ورته معلومېږي.»

دویمه پېښه هم چې نن سهار رامنځته شوه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کمېشنر او ویاند حمدالله ارباب په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین چادونې د ښاغلي ارباب موټر چلوونکی وواژه او د هغه ساتونکی یې ټپي کړ.

په یوې بلې پېښه کې پر یوه سودا ګر هغه مهال د وسله والو له لوري برید وشو چې د پلازمېنې په سرای شمالي سیمه کې یې په یوې صرافۍ کې پیسې تبدېلولې.

په دې پېښه کې موټر چلوونکی وژل کېږي او د صرافانو په وینا غله د سوداګر پنځه مېلیونه افغانۍ له ځانه سره وړي.
           
د کابل د سرای شمالي صراف معلم په دې هکله وايي:«د سهار اته بجې کار ته راځوو، خو د غلو د وېرې له امله درې بجې کور ته ځي. خو له دې حکومت مخکې، موږ د شپې تر نهو بجو کار کاوه.»

بل خوا د شنبې پر ماښام د نولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې وسله والو غلو یو پولیس وواژه او د سیمې د اوسېدونکو په وینا بریدګرو د هغه ټوپک له ځانه سره یو وړ. 

کابل مېشتي وايي چې امنیتي ځواکونه د جنايي جرمونو او وسله والو غلاو په مخنیوي کې ناکامه دي.

شریک یي کړئ