Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرغني کویټ او قطر ته روان شو

ولسمشر غني له ځینو حکومتي چارواکو سره نن(دوشنبې د تلې په ۱۴مه نېټه) د کویټ او قطر ته روان شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه د دغه مطلب له څرګندولو سره وايي ټاکل شوې ښاغلی غني د قطر له امیرشیخ تمیم حمد بن آل ثاني، د دغه هېواد لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز آل ثاني، د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ مېلر سره وګوري.

د ولسمشر د سفر یوه برخه هم دوحه کې د افغان حکومت مرکچې پلاوي سره لیدنې ته ځانګړې شوې ده او له یاد پلاوي سره به وګوري.

د رسنیو مسوولین په دې سفر کې د ولسمشر ملتیا کوي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې دوحه کې د افغان سولې مذاکراتو له پرانیستو له شلو ډېرې ورځې تېريږي خو لا هم اصلي مذاکرات نه دي پیل شوي او برخلیک یې نه دی څرګند.

د مذاکراتو په کړنلارې د مرکچي پلاویو ترمنځ اختلافونه له اوونیو چنې وهلو وروسته پر خپل ځای دي او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو غونډې له شپږو ورځو راهیسې په ټپه درېدلي دي.

ورته مهال د مرکچي پلاویو ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره ډیپلوماټيکې هڅې پیل شوې دي.

تازه په تازه د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي د ناټو له مُلکي استازي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

همداراز د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي، د دوی د اروپایي څانګې مسوول ملا عبدالحق وثیق او مل پلاوي یې افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره لیدلي او پر افغان سوله او د افغانستان پر روان وضعیت ورسره غږېدلی.

ولسمشرغني کویټ او قطر ته روان شو

د ولسمشر ویاند وايي چې د رسنیو مسوولین په دې سفر کې د ولسمشر ملتیا کوي

شریک یي کړئ