Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: یوه ډله د طالبانو په حکم هدفي وژنو کې لاس لري

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو په حکم یوه سل کسیزه دله، د هدفي وژنو په موخه د هېواد په ځينو ښارونو کې ګومارل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د دغې ډلې ۱۷ تنه غړي نیول شوي دي او دا خبره هغوی سپړلې ده.

خو طالبان وايي چې د هغوی په دغو «چریکي» بریدونو کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.
  
پر ښارونو په تېره بیا کابل کې د هدفي وژنو د زیاتېدو په  تړاو له اندېښنو سره همهاله؛ د کورنیو چارو وزارت  ویاند د طلوع نیوز د یکشنبې شپې په یوې خپرونه کې د هغې ډلې یادونه کوي چې د نوموړي په وینا د طالبانو له لوري د دغه راز وژنو لپاره ګومارل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین زیاتوي:«د ترهګریزې شبکې اولس غړي چې په دې وروستیو کې موږ نیولي دي، او همدا اوس زموږ په نظارت خونه کې دي، دوی په خپله اعتراف کړی چې د سل کسیزې ترهګریزې ډلې غړي دي چې د طالبانو له خوا ورته مسوولیت ورکړل شوی چې دوی په هدفي ترورونو کې دخیل وي.»

بل خوا هغه څه چې د سولې له مذاکراتو سره ددغو پېښو زیاتوالی بلل کیږي؛ په دې تړاو یې شکونه راپېدا کړي دي .

د یکشنې په ورځ د ملي دفاع وزارت د حقوقو د برخې دوه افسران د کابل په بګرامیو سیمو کې د وسله والو کسانو د ډزو په پایله کې ووژل شول. له دې سره هم مهاله اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون د ویاند او غړي حمدالله ارباب پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه او په دې چادونه کې د ښاغلي ارباب موټر چلوونکی ووژل شو او یو ساتونکی یې ټپي شو.

د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې پر دغو هدفي وژنو سربېره په تېرو دوو اوونیو کې په هېواد کې د سړک غاړي د ماینونو او مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې نږدې ۷۰ ملکي کسان وژل شوي دي او څه باندې ۱۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي .

آمارهای وزارت امور داخله نشان می‌دهند که در دوهفتۀ گذشته، نزدیک به ۷۰ غیرنظامی در رویدادهای گونه‌گون در کشور جان باختند. 

شریک یي کړئ