Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'طالبان خاک جبار د ننګرهار له وګر او سروبي ولسوالیو ګواښي'

د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې امنیتي چارواکي وايي چې طالبان يې له دې ولسوالۍ څخه اېستلي، خو له بریدونو سره امنیتي ځواکونه ګواښي او بیا له سیمې تښتي.

امنیتي چارواکي وايي طالبان د ننګرهار، وګر او سروبي ولسوالیو د غرونو او ځینو برخو له لارې خاک جبار او موسهي ته تګ راتګ کوي،او په یادو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

زموږ همکاران د کابل خاک جبار ولسوالۍ ته تللي او هلته یې د وروستیو ټکو امنیتي پوستو په اړه راپور چمتو کړی دی.

د خاک جبار ولسوالۍ په چکري کلي کې د خواجه خلیل پوسته شاوخوا یو کال وړاندې د طالبانو په ولکه کې وه. خو اوس مهال د پولیسو وروستۍ پوسته همدلته ده.

  د خاک جبار د ټولي قومندان شیر محمد سنګریار په هکله څرګنده کړه:«هغوی دلته حضور درلود، او موږ دلته پوستې جوړې کړې دي هغوی تښتېدلي دي.»

ښاغلي سرجنګ زیاته کړه:«کله چې په سروبي کې جګړه وشوه له هغې وروسته طالبان دلته نه دي راغلي هلته یې سخت ګوزار ولید. که چېرې کوم یو وي ښايي هغه د جنغوزي په تنګي کې دی.»

افسر خان محمد وايي:«له دې ځایه چې راغلي د مس عینک پوستې ګواښي.»

د سیمې اوسېدونکی صاحب ګل د هغه څه کیسه کوي چې دی یې له خلکو سره د طالبانو ناوړه چلند بولي:«زما دوه زامن چې په کابل کې کار کوي دا زوی مې او بل په دویمه حوزه کې، د دوی له وېرې کور ته نه شوی راتلای.»

 د خاک جبار ولسوالۍ امنیه قومندان او  اوسېدونکي وایي چې طالبانو  په چکري کلي کې د خپلې څو کلنې واکمنۍ پر مهال محکمه جوړه کړې وه.

د خاک جبار د امنیه قومندانۍ سرتېری حسیب الله څرګندوي:«هغه سرتری چې له کوره راویسته دلته یې راوستل حکم صادر وه.»

خاک جبار ولسوالۍ د پلازمېنې د سوېل ختیځ په شپږ کیلومټرۍ کې موقعیت لري.

د ځینو شمېرو له مخې د دې ولسوالۍ نفوس ۱۵۰۰۰ تنو ته رسېږي. خو په وروستیو میاشتو کې د دې ولسوالۍ په ځينو برخو کې طالبانو حضور درلود.

شریک یي کړئ