Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې د سولې په تړاو له غني سره د خلیلزاد او مېلر لیدنه

ولسمشر غني دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له استازي، زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په تړاو یې خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي، چې ولسمشر غني سره یې لیدنه کې هغه ته ویلي دا چې"د افغان سولې ټینګښت لپاره باید اوسنی موکه لا لاسه و نه وځي."

خلیلزاد زیاته کړې، ولسمشر غني ویلي، چې "د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچيانو له کارونو ملاتړ کوي."

خیلزاد وایي، واشنګټن هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي.

خلیلزاد ویلي دي چې د تاوتریخوالي کچه لا هم لوړه ده او هره ورځ ډېر شمېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سره له دې د ولسمشر ویاند وايي چې ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدنه کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي په تړاو دواړو لورو اندېښنه څرګنده کړې ده.

صدیق صدیقي زياتوي چې ولسمشر غني او ښاغلي خلیلزاد د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند ټینګار وکړ.

له بلې خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمدنعیم بیا ویلي دي چې خلیلزاد له ملا برادر سره لیدنه کې دواړو لورو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی او هغه یې مهمه بللې ده.

ولسمشر غني تېره ورځ کویټ او وروسته قطر ته ولاړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ځينې غړي وايي چې دوحې ته د ولسمشر اشرف غني سفر د سولې په مذاکراتو پورې تړاو نه لري او د دوه هېوادونو ترمنځ یو رسمي سفر دی.

ولسمشر غني  دخپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ټیک هغه مهال دوحې ته راغلی دی چې بین الافغاني مذاکرات په همدې پیل کې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي او د سولې د اصلي مذاکراتو برخلیک لا هم  ناروښانه دی.

تمې دا دي چې دا سفر د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې رامنځته شوي خنډونه لېري کړي. خو وبه لیدل شي چې دا سفر د سولې بهیر پر کوم لوري بیايي.

خلیلزاد ویلي دي چې د تاوتریخوالي کچه لا هم لوړه ده او هره ورځ ډېر شمېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي

شریک یي کړئ