دغه کسان د چهارکنت ولسوالې او ځینو قومي مخورو په هڅو سره خپلې وسلې پر ځمکه اېښې دي
د هېواد شمال کې امنیتي مسوولین وايي چې ۱۲۵ طالب وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمدحنیف رضايي نن(سې شنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) وايي چې دغه جنګیالي له خپلو وسلو ځانونه سپارلي دي.
هغه زیاتوي چې دغه کسان د چهارکنت ولسوالې، سلیمه مزاري او ځینو قومي مخورو په هڅو سره خپلې وسلې پر ځمکه اېښې دي.
د چهارکنت ولسوالۍ د بلخ له نا امنو ولسوالیو شمېرل کیږي، ویل کېږي د سولې له بهیر سره د دغو وسله والو له یوځای کېدو سره ښایې امنیتي حالت ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې ۱۵۰ طالب جنګیالي او د دغې ډلې ۱۵ قومندانان له ۱۵۰ میله درنو او سپکو وسلو سره د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو ته ځانونه سپارلي او د سولې بهیر سره یو ځای شوي دي.
یاد وزارت وايي چې تسلیم شوي کسان هغه څه چې تېر وخت کې یې د طالبانو په لیکو کې د افغان ځواکونو او خلکو پر وړاندې کړې دي، پرې پېښېمانه دي.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.