Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: د طالبانو ـ امریکا هوکړې شرایط باید پر خلکو ونه تپل شي

قطر ته د ولسمشر غني له سفر سره هم مهاله د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب وايي کابل پر خلکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې شرایط د افغانستان پر خلکو هم وتپل شي.

حمدالله محب وايي چې دوحه کې اوسني مذاکرات په مستقیم ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دي.

هغه زیاتوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې کابل ښکېل نه وو او له همدې کبله نه غواړي چې دغه هوکړه د افغانستان اسلامي جهوریت او طالبانو ترمنځ خبرو کې هم شامله شي.

ښاغلی محب څرګندوي:«دا خبرې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ په مستقیمه توګه دي، موږ دغو مذاکراتو کې کوم منځګړی نلرو، دغه مذاکرات د افغانانو ترمنځ د افغانستان معضلې حل په اساس دي، موږ نه غواړو په هغه پروسه کې چې موږ په کې ښکېل نه وو، دغه بهیر کې یې دخیل کړو. هغه شرایط چې هلته دي د افغانستان پر خلکو وتپل شي هغه څه چې موږ د هغې پروسې شامل نه وو.»

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مرکچي پلاوی دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د خبرو پیل غواړي او په دې تړاو اختلافونو له درېیو اوونیو راهیسې دوام درلود.

همداراز تېره شپه ولسمشر غني دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له استازي، زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په تړاو یې خبرې کړې دي.

حمدالله محب وویل:«بیا هم وایم چې هوکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ وه، موږ هم خپله اعلامیه کې یوازې د خبرولو په  تړاو وویل او له هغې ډېر مو څه ونه ویل او نه هغه وخت نه اوس.»

ولسمشر غني دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له استازي، زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په تړاو یې خبرې کړې دي.

له بلي خوا ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته پر ټویټر لیکلي چې هغه ته ویلي دا چې"د افغان سولې ټینګښت لپاره باید اوسنی موکه لا لاسه و نه وځي."

خلیلزاد زیاته کړې، ولسمشر غني ویلي، چې "د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچيانو له کارونو ملاتړ کوي."

هغه څرګندوي واشنګټن هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي.

خلیلزاد ویلي دي چې د تاوتریخوالي کچه لا هم لوړه ده او هره ورځ ډېر شمېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سره له دې د ولسمشر ویاند وايي چې ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدنه کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي په تړاو دواړو لورو اندېښنه څرګنده کړې ده.

صدیق صدیقي زياتوي چې ولسمشر غني او ښاغلي خلیلزاد د تاوتریخوالي پر کمښت او اوربند ټینګار وکړ.

له بلې خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمدنعیم بیا ویلي دي چې خلیلزاد له ملا برادر سره لیدنه کې دواړو لورو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی او هغه یې مهمه بللې ده.

ولسمشر غني تېره ورځ کویټ او وروسته قطر ته ولاړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ځينې غړي وايي چې دوحې ته د ولسمشر اشرف غني سفر د سولې په مذاکراتو پورې تړاو نه لري او د دوه هېوادونو ترمنځ یو رسمي سفر دی.

ولسمشر غني  دخپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ټیک هغه مهال دوحې ته راغلی دی چې بین الافغاني مذاکرات په همدې پیل کې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي او د سولې د اصلي مذاکراتو برخلیک لا هم  ناروښانه دی.

تمې دا دي چې دا سفر د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې رامنځته شوي خنډونه لېري کړي. خو وبه لیدل شي چې دا سفر د سولې بهیر پر کوم لوري بیايي.

حمدالله محب وايي چې دوحه کې اوسني مذاکرات په مستقیم ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دي

شریک یي کړئ