د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون درېیو ملکي کسانو ژوند بایلود.
د پولیسو ویاند، شایق شورش د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي د ملکي کسانو د سورلۍ موتر نن سهار(چهارشنبې د تلې په ۱۶مه نېټه) د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی ماین سره برابر شو.
پېښه د تګاب ولسوالۍ په خساچینه کلي کې شوې ده.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.