Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد:د سولې مذاکرات کلونو کې نه باید میاشتو کې پایلې ته ورسېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د افغانستان د سولې مذاکرات په کلونو کې نه باید په میاشتو کې پایلې ته ورسېږي.

ښاغلي خلیل زاد دا څرګندونې له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي. هغه همدارنګه د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته نیوکه کوي او وايي چې د بهرنیو په وړاندې د طالبانو د بریدونو بندون او د افغانانو پر وړاندې د بریدونو دوام ورته عجیب دی.

هغه څرګنده:«دا زموږ لپاره هم عجبه ده چې طالبان پر بهرنیو ځواکونو برید نه کوي او کم شوي چې موږ له دې خوښ یوو خو بلخوا له افغانانو سره جګړه دوام لري.»

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«کلونه د افغانستان د خلکو او د نړۍ ټولنې لپاره د منلو وړ نه دي، تر ډېره باید پر میاشتو فکر وشي.»

له بلخوا له نږدې یوې میاشتې راهیسې په دوحې کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي پر دې نه دي بریالي شوي چې، د سولې خبرو لپاره پر یوې کړنلارې هوکړې ته ورسېږي.

په دې بهیر کې د ځنډ له امله په ظاهره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی یې دې ته اړ کړ چې، دوحې ته مخه کړي؛ خو زلمی خلیل زاد وايي، له طالبانو سره د هوکړو د عملي کولو او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوحې ته تللی دی.

ښاغلي خلیل زاد زیاته کړه:«غونډې لرو چې تاوتریخوالی زښته زیات دی او دا تاوتریخوالی باید کم شي ژمنه شوې وه او غواړم چې دا ژمنه عملي شي.»

سره له دې چې، افغان حکومت د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د افغانانو تر منځ په خبرو کې د بنسټ په توګه نه مني؛ خو ښاغلی خلیل زاد یاده هوکړه یو بنسټ بولي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیل زاد څرګندوي:«دا پرانسیبونه د ټولو له خوا منل شوي دي او یو ستر او مهم بنسټ دی.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا وايي:«موږ لازم نه ګڼو چې په دې پړاو کې، یو داسې بهیر کې چې موږ په کې دخیل نه وو، په دغه پروسه کې شامل کړو.»

له بل لوري، د مخکیني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په هشت صبح ورځپانه کې په یوې مقاله کې له یوې خوا اوسنی حکومت د جمهوریت د رېښو پر راوېستو تورنوي او له بلخوا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د بنسټ په توګه تحمیلول، یو استعماري چلند بولي.

په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو د بریدونو درېدل او د افغان ځواکونو پر وړاندې د یادې ډلې د بریدونو ډېروالی تل له غبرګونونو مل وو.

د خلیلزاد په باور، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به د افغانستان د سولې پر وړاندې د دغه هېواد په سیاست کې د ډېر بدلون لامل نه شي.

زلمی خلیل زاد وايي، له طالبانو سره د هوکړو د عملي کولو او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوحې ته تللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه