Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې مذاکرات: د جګړو دوام لاهم له افغانانو قرباني اخلي

سره له دې چې، د سولې د رسمي خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي؛ خو ورسره جوخت، د جګړې په ډګر کې څه بدلون نه دی راغلی.

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محمد سالم وايي چې په یوه ورځ یې د درې زامنو مړي کور ته وروړي دي، دی د جګړې له دواړو لوریو غواړي چې له دې ډېر نور خلکو ته درد او رنځ ورنه کړي.

د علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد سالم زیاتوي:«نور زموږ چاره نشته، په کور کې درې کونډې مې په کور کې دي ښځه مې او زه لیوني شوي یوو. دا مو حال دی، کور مې ویجاړ شوی اوس کور نه لرم.»

له دې سره جوخت د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالله وايي چې خپل یو ۱۸ کلن زوی د علیشنګ ولسوالۍ په جګړو کې له لاسه ورکړی دی:«د هفتې په ورځ مې صغیر زوی شهید شوی دی، د ګور او کفن پیسې یې نه وې.»

دم کړۍ د هېواد په څه باندې شلو ولایتونو کې د جګړې لمبې بلې دي، خو په دغه رپوټ کې یوازې د لغمان ولایت په علیشک ولسوالۍ کې د جګړې وضعیت او ناوړه پایلې انځور کړل شوې دي.

افغان کومانډویان د علیشنګ ولسوالۍ د دولتي ځواکونو لپاره د اکمالاتي لارو د خلاصون لپاره د طالبانو له جوړو شویو خالي چک پاینټونه تېرېږي؛ خو یاده ډله د دغو کومانډویانو پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښيي.

د علیشنګ امنیه قومندان عبدالمالک همت وویل:«له دې عملیاتو سره د دښمن ملا ماته شوې او د جګړې وس نه لري.»

د لارې په اوږدو کې د ماینونو شتون لا هم یوه لویه ننګونه ده. طالبانو د دولتي ځواکونه دغه پوسته تېره اونۍ نیولې وه.

د جګړې د لومړۍ کرښې څنډې چې یوازې د طالبانو د نشتون پر مهال راڅرګندېدی شي.

دغو ځواکونو په یوه ورځ کې د عليشنګ ولسوالۍ د دولتي ځواکونو اکمالاتي لارې پرانېستې او د دغې ولسوالۍ په ستراتیژیکو سیمو کې یې د تازه پوستو د جوړولو کار هم پیل کړ.

د جلال اباد د کومانډو د لومړي کنډک د ارکا رییس رحمت الله وايي:«د ګوماڼدویانو له رارسېدو سره دښمن مو په شا وتمبوه او ورته درنه مرګ وژبله مو واړوله او اکمالاتي لارې مو بیا پرانیستې.»

دا د دواړو لورو د جګړو د پایلو یوازې وړې بېلګې دي.  دمګړۍ هم د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د جګړې تنور همداسې تود دی او خلک په هېواد کې د روانو تاوتریخوالو د پایته او سولې ته د رسېدو په تمه دي.

بربنیاد آمارها، همین‌اکنون بخش‌هایی در بیش از بیست ولایت کشور در آتش جنگ می‌سوزند.

شریک یي کړئ