Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ: افغانستان کې امریکايي سرتېري کریسمس کې باید کور ته راشي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی.

ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼې د یوه پیغام په ترڅ کې لیکلي دي:«موږ باید خپل لږ شمېر زړه ورې ښځې او نارینه چې پاتې دي او افغانستان کې خدمت کوي، تر کریسمس پورې راسانه کړو!»

د امریکا د ولسمشر له ټویټ نه یو ساعت مخکې د هغه د ملي امنیت سلاکار، رابرټ اوبراین هم ویلي وو چې افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر به د ۲۰۲۱ کال تر لومړیو دوه نیم زرو ته کم شي.

اوبراین د چهارشنبې په ورځ ویلي، اوسمهال افغانستان کې له پنځو زرو کم امریکایي سرتېري دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې کابو لس زره تنه وو.

له افغانستان او عراقه د امریکایي ځواکونو ایستل، د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د ټرمپ ژمنه وه، خو اوس چې ډونالډ ټرمپ بیاځلې ټاکنو ته نوماند دی، هڅه کوي خپله ژمنه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سولې خبرې روانې دي، خو له دې خبرو سره هم مهاله هېواد کې تاوتریخوالیو زور اخیستی دی.

د سولې خبرې کلونو کې نه بلکې میاشتو کې به پایلې ته ورسیږي

د افغانستان اسلامي جهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره د طرزالعمل جوړېدو کې ځنډ سره د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خیلزاد د سولې خبرو پر چټکوالي ټینګار کوي.

هغه وايي چې د افغانستان د سولې مذاکرات په کلونو کې نه باید په میاشتو کې پایلې ته ورسېږي.

له بلخوا له نږدې یوې میاشتې راهیسې په دوحې کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي پر دې نه دي بریالي شوي چې، د سولې خبرو لپاره پر یوې کړنلارې هوکړې ته ورسېږي.

په دې بهیر کې د ځنډ له امله په ظاهره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی یې دې ته اړ کړ چې، دوحې ته مخه کړي؛ خو زلمی خلیل زاد وايي، له طالبانو سره د هوکړو د عملي کولو او په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دوحې ته تللی دی.

په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو د بریدونو درېدل او د افغان ځواکونو پر وړاندې د یادې ډلې د بریدونو ډېروالی تل له غبرګونونو مل وو.

د خلیلزاد په باور، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به د افغانستان د سولې پر وړاندې د دغه هېواد په سیاست کې د ډېر بدلون لامل نه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار هم ویلي دي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال لومړیو کې به خپل ځواکونه افغانستان کې ۲ زرو او ۵۰۰ ته ورسوي

شریک یي کړئ