Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جې شنکراوعبدالله لېدنه؛ افغانانو په مشرۍ سولې سره د هند همکاري

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په څلورمه ورځ ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، جې شنکر سره ولیدل.

دغه لیدنه نن(جمعه د تلې په ۱۸مه نېټه) نوي ډيلي کې ترسره شوه او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې بهیره ملاتړ کړی.

ښاغلي شنکر ویلي دي چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ملي مصالحې د عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي شنکر د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په مانا ده.

 په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې بهیر کې د هند د مشرتابه له هڅو مننه کړې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې افغانستان لپاره د سولې په موخه استثنايي فرصت رامنځته شوی او باید ترې استفاده وشي.

عبدالله عبدالله هم افغانستان کې سوله د سیمې هېوادونو په ګټه بولي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس درې ورځې مخکې د سولې خبرو په تړاو هند ته په یوه رسمي سفر ولاړ.

شریک یي کړئ