د نوبل سولې جایزه د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پرواګرام ته ورکول کیږي.
د نوبل کمېټې په خبره د خوراک نړیوال بنسټ تر ټولو لوی مرسته کوونکی بنسټ دی چې د لوږې ستونزې هواري او نړۍ کې د خوړو خوندیتوب لپاره کار کوي.
دا کمېټه زیاتوي چې یاد بنسټ په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ۸۸ هېوادونو کې کابو ۱۰۰ میلیون ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده، خو لا هم نړۍ کې د ۹ انسانانو له ډلې یو یې په کافي اندازه خواړه نلري.
د نوبل کمېټې رییس، بریت ریس څرګندوي:«اوس له هرې مودې ډېر نړیوال یووالي ته اړتیا ده. د نوبل نارویژي کمېټې پرېکړه کړې ده چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د نوبل سولې جایزه نړۍ کې د لوږې سره د مبارزې لپاره او د سوې په برخه کې د دغه سازمان هڅو لپاره دغه بنسټ ته ورکړي.»
په همدې حال کې د خوړو نړیوال بنسټ رییس، دیویډ بیسلي د دغه بریالیتوبه ډېر خوشال شوی.
هغه وايي:«موږ دا چې د یوې کورنۍ په توګه کار کوو، د سولې نړیواله جایزه مو ترلاسه کړه. دوی په سختو شرایطو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی، په داسې حال کې چې جګړې، منازعه او بد اقلیم کې کار کړی او د دغې جایزې وړ دي.»
د نوبل نغدې جایزه د سویډن لس میلیون کرون ده چې کابو یو میلیون او سل زره ډالره کیږي. ټاکل شوې ده دا جایزه په دسمبر میاشت کې اوسلو کې اهداء شي.