Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له سولې مخکې د امریکايي پوځيانو وتل به پر وضعیت اغېزه وکړي'

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د سولې له ټينګښت مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د دغه هېواد پر وضعیت اغېزه وکړي.
 
ښاغلي عبدالله له نوي ډيلي نه کابل ته له راستنېدو مخکې، ټينګارکړی چې افغانان باید د نظر له یووالي سره د هر ډول شرایطو لپاره چمتو وي.

هغه زیاته کړه:«د سولې له ټینګښت مخکې که چېرې دا کار (د ځواکونو وتل) وشي، خپله اغېزه لري. بیا هم لومړنی او وروستۍ مسوولیت زموږ پر اوږو دی.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس په هېواد کې د تاوتریخولي پر دوام اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې افغانان باید تېر ته ستانه نه شي.
   
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«زه نه وایم چې د سولې له منځه وړونکي، بلکې هغه کسان چې د دې اندېښنه لري موږ په افغانستان کې څه ډول سوله په تمه واوسو.»

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې زلمي خلیل زاد په افغان حکومت کې دننه د سولې بهیر د مخربینو د شتوالي خبره کړې ده، ښاغلی عبدالله وایي هغوی ته مخربین نه شی ویلای بلکې یو شمېر کسان شته چې له طالبانو سره د سولې بهیر څرنګوالي ته اندېښمن دي.
    
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د پلاوې غړی امیر محمد آخندزاده وايي:«د طالبانو په منځ کې هم داسې کسان شته چې له سولې سره مخالفت کوي او په حکومت کې هم شته چې له سولې سره مخالفت کوي.»

له دې ټولو سره سره د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس په هېواد کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه څرګندوي او جګړه حل لار نه بولي او د افغانانو تر منځ پر سیاسي هوکړې او د نظر پر یووالي ټینګار کوي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس په هېواد کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه څرګندوي او جګړه حل لار نه بولي او د افغانانو تر منځ پر سیاسي هوکړې او د نظر پر یووالي ټینګار کوي

شریک یي کړئ