Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارین: کورنیو چارو وزارت پر «مجرمینو» د ډزو حکم ورکړ

په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په لړ کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست له جنايي ډلو سره د امنیتي ځواکونو پر جدي چلند ټینګار وکړ او هغوی ته یې حکم کړی چې پر مجرمینو ډزې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر مسعود اندرابي له پنځمې حوزې د لیدنې پر مهال د پولیسو له ځواکونو وغوښتل چې له مجرمینو سره د مخامخ کېدو په صورت کې هغوی وځپي.

ښاغلي ارین په دې اړه زیاته کړه:«د کورنیو چارو وزارت سرپرست تېره شپه ناوخته امنیتي غونډه جوړه کړه او د کابل امنیتي ډلې ته حکم وکړ چې د(کابل) امنیتي وضعیت بدلون کړي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«د کورنیو چارو وزارت سرپرست د شپې ناوخته د کابل له دروازو، حوزو او د ننه په ښار کې امنیتي پوستو لیدنه وکړه او پر مجرمینو د ډزو حکم هم صادر کړ او له پولیسو سره د مقابلې په صورت کې دغه مجرمین باید وځپل شي.»

ښاغلي اندرابي له دغې غونډې وروسته وویل له هغو کسانو سره چې له مجرمینو ملاتړ کوي له هغوی سره به هم قانوني چلند وشي.

شریک یي کړئ