Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ټرمپه د طالبانو ملاتړ په اړه د سي بي اېس رپوټ په وړاندې غبرګون

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغه هېواد له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د طالبانو د ملاتړ په هکله د «سي بي اېس» شبکې رپوټ له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده؛ دا هغه ټاکنې دي چې پایلې یې د افغانستان لپاره مهمې بلل کېږي.

د امریکا د سي بي اس شبکې د طالبانو د ویاند له خولې لیکلي دي چې دا ډله هیله منه ده چې ټرمپ د ټاکنو ګټونکی شي چې په افغانستان کې امریکا خپل حضور پای ته ورسوي.
           
خو د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزې ډلې ویاند ټایم مارټا د طالبانو ملاتړ ردوي او ويلي یې دي چې ښاغلی ټرمپ په هر شرایطو کې د امریکایانو د ګټو د تامین په لټه کې دی:«طالبان باید پوه شي چې ډونلډ ټرمپ تل هڅه کوي چې په هره ممکنه وسیله د امریکایان ګټې خوندي کړي.»   

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د ټرمپ په اړه د هغه خبرې ناسمې انګېرل شوې دي:«موږ هیله لرو چې هغه د امریکا ټاکنې وګټي او په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته ورسوي.»

د سي بي اېس د دغه رپوټ لیکوونکی سمیع یوسفزی وايي چې افغان حکومت د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن د بریا پلوی دی او طالبان د ترمپ:«ولسمشر غني د جوبایډین د بریا هیل هلري، خو طالبان د ټرمپ د بریا دعاکوونکي دي.» 

د دغې مقالې په یوې بلې برخه کې د طالبانو د یو جګپوړي چارواکي له قوله راغلی دي؛ له هغې وروسته کله چې ښاغلی ټرمپ په کورونا اخته شو، طالبان د هغه د روغتیا په اړه اندېښمن شول:«کله مې چې پر کورونا د ښاغلي ټرمپ د اخته کېدو خبر واورېد د هغه روغتیا ته اندېښمن شوم، خو لیدل کېږي چې هغه ښه دی.» 

خو د ټرمپ په هکله د طالبانو دغه دریځ نیونه په افغانستان کې له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.
          
د ولسي جرګې غړی محمد رضا خوشک وطن دوست په دې اړه وايي:«له هغه نرمښت سره چې (ټرمپ) د طالبانو په وړاندې ترسره کړ، مسلماً چې د افغانستان د دولت او د خلکو اصلي دښمن ملاتړ یې کړی دی.»
 
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي وویل:«د دواړو نوماندانو تېر ته په کتو سره نه جوبایډن او نه هم ټرمپ د افغانستان لپاره کټور دی.»   

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د افغانستان او امریکا اړیکه سټراټېژیکه ده او د دوو هېوادونو او دوو خلکو اړیکه ده او په ټاکنو پورې هېڅ تړاو نه لري.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم په دې اړه داسې لیدلوری لري:«د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د افغانستان د سولې بهیر په هکله به ډېر او بدې اغېزې به ونه لري.»

څلور ورځې وړاندې ؛ زلمي خلیل زاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي دي چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د افغانستان د سولې د بهیر پر وړاندې ډېر بدلونونه رامنځته نه کړي.
    
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«زما ګومان دا دی په دې برخه کې به ډېر بدلون رامنځته نه شي.»  

طالبان په داسې حال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي چې اوس مهال په افغانستان کې څه کم ۵۰۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې د روان زیږدیز کال تر پایه به له افغانستانه ټول امریکايي سرتېري وباسي. خو د امریکا د ولسمشر سلاکار ویلي دي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال تر لومړیو به د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته ورسېږي.

د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزې ډلې ویاند ټایم مارټا د طالبانو ملاتړ ردوي او ويلي یې دي چې ښاغلی ټرمپ په هر شرایطو کې د امریکایانو د ګټو د تامین په لټه کې دی.

شریک یي کړئ