Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند ولایتي شورا د لښکرګاه د څلورمې حوزې له پرځېدو خبر ورکوي

د هلمند ولایتي شورا، وايي چې د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه د طالبانو له خوا پرځول شوې ده.

د هلمند د ولايتي شورا رییس عطاالله افغان وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له درنې جګړې وروسته د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه د طالبانو له خوا ونیول شوه او نښتې لاهم دوام لري.

ښاغلي افغان په دې اړه وویل:«د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه یا د باباجي سیمه د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې ده او افغان امنیتي ځواکونو شاتک کړی او د چاه انجیر په سیمه کې چې د باباجي سیمې په ګاونډ کې دی، هلته جګړه روانه ده.»

له درې ورځو راهیسې د لښکرګاه د څلورمې حوزې، د چاه انجیر سیمه، نادعلي ولسوالۍ او د لښکرګاه ۶۰۱ عمومي واټ په ګډون، د هلمند ځينې برخې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهدې وې. له شنبې راهیسې، د لښکرګاه - کندهار لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

د هلمند اوسېدونکي د لښکرګاه تر دروازو د جګړې د رارسېدو له اندېښنې سره وايي چې د دغه ښار ټولې لارې او عمومي سړکونه تړل شوي دي.

هلمند کې د مدني ټولنې فعال عبدالحق ځواکمن په دې اړه څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې د هلمند امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او د اندنېښنې وړ دی او خلک په کلکه اندېښمن دي. د ۶۰۱ لویه لار تړلې ده.»

هلمند کې د مدنې تولنې بل غړی عبدالولي پتیال هم وايي:«له یوې نیمې دوه اوونیو راهیسې، یوځل بیا د هلمند پر کمربندي پوستو بریدونه پیل شوي دي.»

پرهغه څه چې د هلمند امنیتي وضعیت ته د مرکزي حکومت بې پامي ویل کېږي هم نیوکه کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی بشیر احمد شاکر وویل:«جګړه ده، د هلمند په ټولو سیمو کې جګړه ده؛ هغه سیمې چې د حکومت تر ولکې لاندې دي له بدغه مرغه چې هلته جګړه ده. او هلته په قطر کې مذاکره ده او دلته جګړې زور اخیستی دی.»

خو ځايي چارواکي وايي چې چې په ځينو پوستو کې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی او هڅه کوي چې ژر تر ژره وضعیت کنټرول کړي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په دې هکله وویل:«اوس په ناوه، نادعلي ولسوالیو او چاه انچیر او باباجي سیمو کې وضعیت تر پوښښ لاندې دی او قطعې په دې بوختې دي چې دا سیمې هم وساتي او عملیات هم ترسره کړي. ډاډ درکوو چې امنیتي ځواکونه خپل عملیات په ټولو برخو کې جاري ساتي.»

دا ټول په داسې حال کې دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې په سلامشورو او چنو وهلو بوخت دي. 

شریک یي کړئ