Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: هلمند کې لسګونه طالب وسله‌وال ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د هلمند ناوې او نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو بریدنو ځواب کې افغان ځواکونو پوځي عملیات ترسره کړي او پایله کې یې د یادې ډلې ۷۱ تنه غړي وژل شوي دي.

طارق ارین د نښتو پرمهال افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

له درېیو ورځو راهیسې د لښکرګاه د څلورمې حوزې، د چاه انجیر سیمه، نادعلي ولسوالۍ او د لښکرګاه ۶۰۱ عمومي واټ په ګډون، د هلمند ځينې برخې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهدې وې. له شنبې راهیسې، د لښکرګاه - کندهار لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

د هلمند اوسېدونکي د لښکرګاه تر دروازو د جګړې د رارسېدو له اندېښنې سره وايي چې د دغه ښار ټولې لارې او عمومي سړکونه تړل شوي دي.

پرهغه څه چې د هلمند امنیتي وضعیت ته د مرکزي حکومت بې پامي ویل کېږي هم نیوکه کېږي.

خو ځايي چارواکي وايي چې چې په ځينو پوستو کې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی او هڅه کوي چې ژر تر ژره وضعیت کنټرول کړي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې په سلامشورو او چنو وهلو بوخت دي.

طارق ارین د نښتو پرمهال افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ