Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کړنلارې د اختلافونو د حل په هکله د مرکچي پلاوي هیله مني

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ځينې غړي د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۱مه) وايي شونې ده چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په کړنلار کې اختلافونه په یوه دوه راتلوونکو ورځو کې حل شي.

په ورته مهال، په دوحه کې سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو اترو له دواړو ډلو سره لیدلي او هڅه کوي چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوونکو هېوادونو له استازو سره په همغږۍ را منځته شوی بندون مات کړي.

طالبانو د رسمي غونډو د بیا پیل او یا هم د خبرو اترو د کړنلارې د وروستي کېدو په اړه څه نه دي ویلي. 

د مذاکراتو د مذهبي بنسټ پر سر اختلافونو او په بین الافغاني مذاکراتو کې د اصل په توګه له امریکا سره د طالبانو د تړون پر منل کېدو د دې ډلې ټینګار د سولې بهیر په ټپه درولی او د بهرنیانو منځګړېتوب ته یې لار هواره کړې ده.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد چې د افغانستان د سولې د اوسني بهیر بنسټګر بلل کېږي. اوس د بین الافغاني مذاکراتو  په کړنلاره کې د اختلافونو د حل او دغه راز د خبرو مېز ته د دواړو لورو د مرکچي پلاویو د بیا حاضرېدو لپاره لسټونې بډ وهلي دي.
     
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي:«له ډېر پیاوړي احتمال سره د مرکچي پلاویو د تماس ډلې به نن شپه له سره غونډې پیل کړي. زموږ ټوله هڅه دا ده چې د اجنډا بنسټ داسې تنظیم شي چې د مذاکراتو لار اسانه کړي.»

په دوحه کې سرچینې وایي چې په کړنلاره کې د اختلافونو د له منځه تلو لپاره نور غوراوي هم شته.

د سرچینو په وینا یو له دغو غوراویو د مذاکراتو په کړنلار کې د امریکا او طالبانو د تړون ترڅنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک ورزیاتول دي چې په هغه کې اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم اخیستل شوی دی.

بل انتخاب له طرزالعمل نه د دوو اختلافي مسلو لرې کول او نورو پړاوونو ته یې پرېښودل دي.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د پلاوي غړی شریفه زرمتۍ وايي:«معقوله لار همدا ده چې پر همدې کړنلارې، بدیل غوراوي وشي او بالاخره د هغوی یو ومنل شي او کاري اصول بشپړ شي او رسمي مذاکراتو ته ننوځو.»

د امریکا د سیاسي چارو شنوونکی ادریس رحماني هم په دې هکله څرګندوي:«د قطر په اوسنیو مذاکراتو کې د بندون ماتول یو څو د ملاحظې وړ لارې لري. لومړۍ لار دا ده چې تاسې له امریکایانو سره ډېر او ډېره همکاري وکړي چې هغوی (امریکایان) په پای کې اړ شي چې هغوی (طالبان) له خپل دریځه راټیټ شي. دویمه لار له اسلام اباد څخه تېرېږي او تاسې کولای شي چې له اسلام اباد سره له ډېرې نږدې ډيپلوماټيکې لارې څخه پر طالبانو فشار راوړئ او د هغوی دریځ پرې راټیت کړئ او درېیمه لار د جګړې ډګر دی.»

په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پرانستل کېدو دوه میاشتې تېرېږي او په ۱۲ وروستیو ورځو کې د مذاکره کوونکو پلاویو د تماس ډلو تر منځ هېڅ غونډه نه ده شوې.

شریک یي کړئ