کابل کې د پاکستان سفارت وایي افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د پاکستان سفارت یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ویزو ورکړه کې اسانتیا لپاره به بېړني ګامونه واخیستل شي او په کندهار، جلال اباد، هرات او مزارشریف کې د ویزو ورکړې بهیر پیل شوی دی.
د پاکستان سفارت وايي د تازه پالیسۍ پر بنسټ هغه افغانان چې د درملنې، کورنیو لیدو او زده کړو لپاره پاکستان ته ځي، داسې ویزې به ورکړل شي چې څو ځل پرې تلای او راتلای شي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي د سوداګرو پرته نورو افغانانو ته به د ویزې صادرول لګښت نلري.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری پاکستان ته تلونکي کسان ناروغان دي.