Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د کورونا له امله ازاد شوي مجرمین، د کابل په جرمونو کې لاس لري'

د کابل امنیه قومندان وايي هغه  ۸۰۰ جنايي مجرمین چې په وروستیو میاشتو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د ولسمشر د فرمان پر بنسټ له بندخونو خوشي شوي، بیاځلي يي د جنايي جرمونو تر سراوي ته مخه کړې ده.
 
د کابل امنیه قومندان هم مني چې ځينې هغه خوشي شوي بندیان چې د بند د مودې له پوره کېدو مخکې خوشي شوي دي؛ د پلازمېنې د امنیتي وضعیت په خرابېدو کې رول لري.
 
د کابل امنیه قومندان جمعه ګل همت وویل:«هغه مجرمان چې ازاد شوي طبعاً په کابل ښار کې هم ستونزې رامنځته کړي دي. یعنې ۷۸۰ تنه هغه مجرمین چې مخکې په ډېرو ستونزو سره په کابل ښار کې نیول شوي وو.»

په همدې حال کې د کابل ځينې اوسېدونکي وايي د دې بندیانو د خوشې کېدو لپاره د تضمینونو نشتوالی او په کابل کې د امنیت په تامین کې د امنیتي چارواکو بې پامي د دې لامل شوی چې هره ورځ د پلازمېنې ځينې سيمي د جنایي پېښو شاهدې وي.
 
په دې لړ کې د نولس کلن مبین کورنۍ وایي چې شاوخوا یو کال وړاندې یوه ناقانونه وسله وال د ټوپک په مرمۍ د دوی د زوی یوه سترګه وړنده کړه؛ خو سره له دې چې محکمې دغه وسله وال په اووه کاله بند محکوم کړ، هغه څو میاشتې وړاندې د کورونا ویروس د پراختیا له امله له زندانه خوشي شو او دا ځل یې د دوی پر کور ډزې وکړې.

د مبین مور:«همدا غل او شوکمار چې نیسي بېرته له لوړپوړو چارواکو له خوا ازادېږي، ولې یې خوشې کوي؟ د دوی له امله د ټول کابل امنیت خراب شوی دی باید ازاد نه شي او ورټل شي.»

د کابل اوسېدونکی امین جان وايي:«دا ډول غل چې تا حکومته د کورونا په پلمه ازاد کړل، د هغوی پر ځای به مو سپین ږیري ازاد کړي وو.»

حکمت الله د یوه پوهنتون استاد دی. هغه غوښتل چې په کابل کې د ناامنیو په تړاو له موږ سره مرکه وکړي خو غلو یې په ښار کې دننه موبایل غلا کړ.

د پوهنتون استاد حکمت الله شهباز وویل:«همدا چې زما مختې ته ودرېدل او پوه شم چې وهل ټل کوي او خلک وژني خپل ټلېفون او جېبي بټوه مې ورکړه، نو په دې بنسټ هېڅوک د ارامښت احساس نه کوي.»

د ولسمشر د فرمان له  مخې د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۱ زره بندیان له زندانونو خوشي شوي دي چې په دې ډله کې ۶ زرو ۳۰۰ بندیان په هېواد کې د کورونا ویروس د پراختیا له امله خوشي شوي دي.
 
د کابل اوسېدونکې نازنین وايي:«موږ وینو چې د یوه موبایل په خاطر چې د هغه ارزښت له شل زره افغانیو زیات نه دی یو ځوان له لاسه ورکوو.»

د کابل اوسېدونکی بسم الله هم څرګندوي:«یوازینۍ ځای چې ښايي امن وي د ریاست جمهوري دفتر وي چې ښايي هلته چورتالان نه وي خو سترې غلاوې کېږي.» 

خو امنیتي ادارې وایي چې ځينې دغه بندیان په ضمانت خوشي شوي او د یو شمېرو نورو بیا دوسیې بیا څېړل کېږي.
 
د هېوادوالو په وینا د کابل د امنیت په ټينګښت کې د امنیتي ځواکونو د مسوولیت نه منلو له امله په وروستیو اوونیو کې د کابل ښار په کوڅو او واټونو کې وسله والې غلاوې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي. دوی وایي چې امنیتي ځواکونه باید د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي.
 
جمعه ګل همت وايي یاد خوشې شوي بندیان اوس د کابل امنیت ګډوډولو او د جرمونو زیاتوالي کې لاس لري.

شریک یي کړئ