Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لښکرګاه کې د جګړې پنځمه ورځ؛ د دفاع وزارت سرپرست هلمند ته تللی

د هلمند د هغو برخو د بېرته نیولو لپاره چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې وې، د امنیتي ځواکونو د هڅو په لړ کې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د ملي پوځ د دوو چورلکو د ټکر او نسکورېدو په پایله کې نهه تنه وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې دغو چورلکو د جګړې لومړۍ کرښې ته سرتېري استولي وو او د ټپيانو د راوړلو په حال کې وو چې په هوا کې له یو بل سره ټکر وکړ.
 
ورته مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند اسدالله خالد د امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره هلمند ته تللی دی.

ښاغلی خالد وايي چې ډېر ژر به په هلمند ولایت کې امنیتي وضعیت عادي حالت ته ستون شي:«د طالبانو موخه دا وه چې لښکرګاه ونیسي، الحمدالله چې د امنیتي ځواکونو په اتلولۍ او د هلمند د خلکو له همکارۍ سره د طالبانو پلان شنډ شو... ټول هوايي او ځمکني ځواکونه د هلمند د دفاع لپاره چمتو دي او په پوستو کې د بدلونونو له راتګ سره ډېر ژر به سیمې بېرته ونیسو.»

پر لښکرګاه ښار د طالبانو د برید سره همهاله تازه دمي کومانډو ځواکونه هم د جګړې د مخنیوي لپاره لښکرګاه ښار ته رسېدلي دي. او امنیتي مسوولین ژمنه کوي چې د وسله والو طالبانو برید به پر شا وتمبوي

د هلمند والي جنرال یاسین خان په دې اړه وویل:«د هلمند خلکو ته ډاډ ورکوم چې زموږ د پلان پر مطابق مخته ځوو. ځينې ځانګړي ځواکونه هلمند ته رارسېدلي دي او له همدې امله موږ اوس د جګړې لومړۍ کرښې ته راغلي یوو او زموږ نوي عملیات پیل شوي دي.»
 
له دې سره هم مهاله هلمند کې ځايي سرچینې وايي د «سنګوریانو» ډله چې د دولتي ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت لري د هلمند - کندهار د لویې لارې په ځينو برخو کې او د لښکرګاه ښار امنیتي کمربندونه او خپلې پوستې له کومې درنې نښتې پرته خوشې کړې دي.

دغه سرچینې وايي چې له همدې امله طالبان توانېدلي دي چې څلورمه حوزه ونیسي او د کندهار - هلمند لویه لار وتړي.

د مشرانو جرګې غړي هاشم الکوزی وايي:«سنګوریان د دې وس نه لري چې په دغې جګړه کې مقاومت وکړي.»

طالبانو پورې په تړلو ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شویو تصویرونو داسې ښکاري چې، د سنګوریانو یوه ډله له طالبانو سره یو ځای شوې ده.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه وویل:«که چېرې یوه پوسته له جګړې پرته نیسي د تسلیمېدو او له دښمن سره د اړیکې نیولو په معنا ده.»

دغه ډله درې کاله مخکې د هلمند د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته جوړه شوې او دم ګړۍ یې شمېر دوو زرو ته رسېږي. او د هغوی نوم له یوه ترکي سریال څخه اخیستل شوی دی. دغې ډلې په تېرو کلونو کې تر ډېره د هلمند د جګړې په مهمو کرښو کې د طالبانو په وړاندې جنګېدل.

د دغې ډلې په ډېریو پوستو کې د افغانستان دولت او هم د طالبانو بیرغونه لیدل کېږي. د دغې ډلې غړو کله د طالبانو له بېرغ او کالیو سره د دغې ډلې پر وړاندې جنګېږي.

د سنګوریان ډلې غړی سمیع الله وايي:«موږ د طالبانو پر ټولو تکتیکونو پوهېږو او پر هماغه بڼه او جامه یوو او په وړاندې یې جنګېږو.»

د دغې ډلې بل غړی صدیق الله هم زیاتوي:«موږ د هغوی په څېر جامې لرو او موږ نه پېژني. کله داسې هم شوي دي چې ډوډۍ یې خوړله او موږ ولاړو او وې نه پېژندلو او له هغې وروسته کله چې موږ خپلې موخې ووژلې بېرته مو ځانونه له سیمې ویستل.»

دغه ډله درې کاله مخکې د هلمند د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته رامنځته شوه.

د هلمند د ولایتي شورا عطاالله افغان څرګنده کړه:«د ملي امنیت له خوا جوړه شوې او په ډېرو وختونو کې ګټوره ثابته شوې؛ خو په دې وروستیو کې یې چې پوستو سقوط کړی، کمه وسله لري.» 

د سنګوریانو ډله چې ویل کېږي د څارګرې ملي ادارې له لوري یې ملاتړ کېږي د طالبانو له جلا شوې ملا رسول ډلې سره هم نږدې اړیکې لري.

په لومړیو کې د دغې ډلې شمېر ۲۰۰ تنو ته رسېده، خو د هلمند والي وايي، وروسته له هغې چې د طالبانو پر وړاندې دغه ډله ښه ثابته شوه؛ نو دغې ډلې ته د لښکرګاه ښار په ګډون د هلمند د څو نورو مهمو ځایونو د امنیت خوندیتوب مسوولیت هم ورکړل شو.

له دې ټولو سره د هلمند د ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت اوسېدونکي په ناوه او نادعلي ولسوالیو کې د طالبانو د ګواښونو له زیاتوالي اندېښمن دي.

د لښکرګاه اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار امنیتي کمربند اوس د ښار د درېیمې او لسمې حوزې پورې اړوند دی او له لښکرګاه سره ټولې نښلول شوې لارې د طالبانو له خوا تړل شوې دي.

شریک یي کړئ