Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په څلورو ولایتونو کې کابو ۳۰ تنو وژل شوي دي

په بغلان، هرات، لغمان او کونړ ولایتونو کې د امنیت ضد څو پېښو کې کابو ۳۰ تنه پوځيان او ولسي وګړي وژل شوي او څه باندې شل تنه نور ټپيان شوي دي.

له دې ډلې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د بغلان ولایت پر ګذرګاه نور ولسوالۍ د طالبانو د برید په پایله کې ۱۶ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د بغلان ځينو اوسېدونکو د طلوع نیوز د دروازې په وړاندې له غونډېدو سره په دې هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د بغلان د ګذرګاه ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرقیب بغلان په دې اړه وویل:«تېره شپه کابو درې سوه طالبانو له لیرزي وسلو سره پر ګذرګاه نور ولسوالۍ برید وکړ چې کابو ۲۵ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپيان شول.»

د ګذرګاه نور ولسوالۍ بل اوسېدونکی نور احمد وايي:«ورور مې ابراهیم، زوم مې صاحب نظر او د کورنۍ دوه تنه نور غړي مې ووژل شول.»

د بغلان د امینه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت وايي چې په دغو جګړو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده:«د دولت ۲۵ مخالفان وژل شوي دي او له بدغه مرغه شپږ تنه امنیتي ځواکونه هم شهیدان لرو او دوه تنه نور ټپيان دي.»

له وسله والو جګړو سربېره ماین چاودنې هم د ولسي وګړو او دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې لامل کېږي؛ د چهار شنبې په سهار د لغمان په مرکز کې د پولیسو د استخباراتو پر یوه موټر د ماین چاودنې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی څرګندوي:«د مهترلام روغتون د چارواکو د معلوماتو پربنسټ، ۱۷ تنه دغه روغتون ته لېږدول شوي چې د هغوی درې تنه وژل شوي او پاتې نور یې ټپيان دي.»

د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم د یوې بلې ماین چاودنې له امله ۵ ماشومان وژل او ۱۰ نور یې ټپيان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد زیاته کړه:«دغه ټول کسان ولسي وګړي وو چې په یوه واده کې د ګډون لپاره دغې سیمې ته تلل.»

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې له امله د پنځو ولسي وګړو له وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.

کورنیو چارو وزارت بیا په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو له لوري د شپږو ځانمرګو بریدونو په ګډون د ۵۷۵ بریدونو له ترسره کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت په وینا، په دې بریدونو کې ۸۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶۵ نور یې ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په ډاګه کړه:«له ۲۶۰ زیات ولسي وګړي شهید او ټپي شوي دي او طالبانو په هلمند کې هم یرغلي خوځښتونه ترسره کړي دي.»

د دغو جګړو له پراخېدو سره هم مهاله، د جګړو ځپلو سیمو ځینې اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو استازو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې، یوازې په هلمند کې په تېرو درېیو ورځو کې ۳۵ زره کسان بې ځایه شوي دي.

دغه پېښې په بغلان، هرات، لغمان او کونړ ولایتونو کې شوي دي او تر ډېره یې له ولسي وګړو قرباني اخیستې ده.

شریک یي کړئ