Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: شاوخوا ۲۲ د بدخشان ولسوالۍ نا امنې دي

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د ۲۷ ولسوالیو له ډلې ۲۲ یې نا امنه دي او طالبان پرې بریدونه کوي.

‎د بدخشان والي، زکریا سودا وایي هغه بهرني وسله وال چې القاعدې شبکې سره نېږدې اړیکې لري، طالبانو سره په همکارۍ د د دغه ولایت نا امنیو کې لاس لري.

ښاغلی سودا زیاتوي:«نړیوالې ترهګرې ډلې، پیاوړې اړيکې له داعش او القاعدې سره لري او بدخشان کې هم د جګړو اصلي لامل دا دی.‎»

امنیتي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د بهرنیو ترهګرو شمېر څه باندې ۴۰۰ ته رسیږي.

په دغه ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، لسګونه بهرني ترهګر له جرم او وردوج ولسوالیو ځانونه تاجیکستان ته نېږدې پولو ته رسولي دي

د بدخشان ولایتي شورا غړی، عبدالله ناجي نظري بیانوي:«د دوی موخه په اوږدمهال کې د طالبانو ملاتړ دی. دوی پروګرام لري چې تاجکستان ته لاسرسی ولري او چین ته لاسرسی ولري.»

د بدخشان ځینې اوسېدونکي بیا وایي، طالبان په فیض اباد ښار کې هغې سیمې ته هم رسېدلي، چې پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني په‌کې زېږېدلی و.

بدخشان کې مدني فعال، عبدالبصیر وثیق زیاتوي:«د غیر مسوولو وسله والو کسانو شتون خلکو ته د یوه جدي مشکل په توګه بدل شوی دی.»

د هېواد په شمال ختیځ کې پروت بدخشان ولایت د بهرنیو ترهګرو د پام وړ یو له ځایونو شمېرل کیږي.

شریک یي کړئ