Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرال رازق دوهم تلین کابل کې ولمانځل شو

د کندهار ولایت پخواني امنیه قومندان، جنرال رازق دوهم تلین نن(جمعه د تلې په ۲۵مه نېټه) کابل کې د لویې جرګې په تالار کې ولمانځل شو.

دغو مراسمو کې د هېواد حکومتي چارواکو او سیاستوالو ګډون کړی وو.

په یاد غونډه کې ګډونوالو جنرال رازق وطنپاله او صادق اتل وباله او د کندهار ولایت د امنیت په تامین کې یې د نوموړي له کارکړنو ستاینه وکړه.

غونډه کې د ولسمشرلومړي مرستیال، امرالله صالح وايي هېواد کې د جنرال رازق په ګډون د نورو اتلانو د وژنې لپاره داسې لاسونه کار کوي چې مرکز یې د پاکستان په کوېټې شورا کې دی او له کندهار سره پوله کې پټنځایونه لري.

جنرال عبدالرازق د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د تلې په ۲۶ مه  نېټه کله چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان، سکاټ مېلر سره له یوې ناستې راووتو، د کندهار د والي د یوه ساتونکي په ډزو سره ووژل شو. طالبانو د ښاغلي رازق د وژلو مسوولیت پر غاړه واخیست.

عبدارازق نهه کاله د کندهار امنیه قومندان وو او د طالبانو ضد له مهمو څېرو بلل کېدو.

غونډه کې ګډونوالو جنرال رازق وطنپاله او صادق اتل وباله او د کندهار ولایت د امنیت په تامین کې یې د نوموړي له کارکړنو ستاینه وکړه.

شریک یي کړئ