Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ایمن الظواهري لا هم له طالبانو سره نږدې اړیکه لري'

د ملګرو ملتونو سازمان یو جګپوړی چارواکی وايي چې د القاعده ځينې مشران په افغانستان کې دي او د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
 
که څه هم طالبانو له امریکا سره په خپلې هوکړه کې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو د پرې کېدو ژمنه کړې ده؛ خو د ملګرو ملتونو د سازمان یوه جګپوړي چارواکي د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي دي چې طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو په لړ کې په ځلونو له القاعدې سره مشورې کړي دي او غیر رسمي ضمانتونه یې ورکړي دي چې له القاعدې سره تاریخي اړیکې ټينګې ساتي.

پر داعش، القاعدې او طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان د څارونکې ډلې همغږی کوونکی ایمونډ فیټون برون وايي:«طالبانو له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال له القاعدې سره سلا کړې ده او نارسمي ضمانتونه یې ورکړي دي چې له القاعدي سره خپلې تاریخي اړیکې پالي.» 

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له امریکا سره په هوکړه لیک کې ژمنه کړې چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې شلوي.

خو طالبان له القاعدې سره هر ډول تړاو ردوي او وایي چې یو شمېر استخباراتي کړۍ نه غواړي چې د سولې بهیر مثبته پایله ورکړي.

څو ورځې مخکې د هلمند او بدخشان والیانو هم ویلي وو چې په دغو ولایتونو کې د طالبانو غړي له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او د دغه ولایتونو پر ځینو برخو په بریدونو کې له هغوی سره هکاري لري. 

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي له یوې میاشتې راهیسې د سولې د مذاکراتو د پیل په هکله سره چنې وهي.

بل خوا زلمي خلیل زاد د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د رول په تړاو وایي چې ایران ظاهراً ځان د افغانستان د سولې ملاتړی ښيي؛ خو په حقیقت کې ایران غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام ومومي.
    
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي:«د ایران  د بهرنیو چارو وزارت مثبت څه وايي او داسې فکرونه او بیانیې ورکوي چې د سولې د بهیر ملاتړی تفسیر شي؛ خو یو بل ایران دی چې غواړي امریکا دلته د نه ګټلو وړ او ډېر لګښت لرونکې جګړه کې ښکېله پاتې شي. غواړي له افغانستانه د امریکا پر وړاندې د یوه فشار په توګه کار واخلي او د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.»

په داسې حال کې چې ښاغلی خلیل زاد د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مثبت او اغېزناک بولي؛ خو د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.
       
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جیشنکر وویل:«پاکستان هغه هېواد دی چې له هند سره عادي سوداګریزې اړیکې نه لري. موږ د ویزې عادي سیسټم نه لرو؛ ځکه پاکستان په دې برخه کې ډېر محدود عمل کوي. هغوی له هند نه افغانستان او له افغانستانه هند ته ارتباطي لارې تړلې دي.»

که څه هم  په دې تړاو د ایران او پاکستان د سفارتونو د نظر په اخستو بریالي نه شوو، خو تر دې وړاندې دغو هېوادونه ورته ادعاوې رد کړې دي.

شریک یي کړئ