ولسمشر غني نن (شنبې، د تلې په ۲۶مه)له غرمې مخکې د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو د نرینه اتلې او دویم مقام لوبډلو او همدارنګه د فوټبال غوره لیګ څلوم پړاو ښځیه اتلې او دویم مقام لوبډلو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه، د بدني روزنې د سپورټ او فوټبال مشرتابه پلاوي هم حضور درلود.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له ادرسره خپره شوې ده، راغلي دي چې د بدني روزنې او سپورټ او همدارنګه د فوټبال فډراسیون چارواکو د هېواد د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو کپ ولسمشرۍ ته ډالۍ کړ.
ولسمشر په دغې لیدنه کې، لوبغاړي د هېواد د راتلوونکي پښت لپاره هغه بېلګه وبلله چې د خلکو لپاره خندا او خوښي راوړي.
د هېواد د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ تېره شپه د شاهین اسمايي له اتلولۍ سره پای ته ورسېدلې.
همدا ډول د هرات د نجونو لوبډلې هم تېره ورځ د فوټبال ښځینه غوره لیګ څلورم پړاو سیالیو په پای لوبه کې اتلولي خپله کړه.
ولسمشر غني تېره ورځ ماښام د هېواد د فوټبال غوره لیګ د پای لوبې له پیل مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې تاکل شوې وه د لوبې د لیدو لپاره لوبغالي ته ولاړ شي، خو د بیړنۍ بوختیا له امله غوره وګڼله په ارګ کې له لوبغاړو سره وویني.
ښاغلي غني په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي دي:«له متخبو لوبډلو چې د هېواد له هرې څنډې یې حضور درلود مننه کوم چې تل له ټينګ هوډ او خپلو هڅو سره خپلو هېوادوالو ته ویاړ او اتلولي ډالۍ کوي. زموږ ځوانان د ملي یووالي ممثلین او د نوي افغانستان سفیران دي چې جګړې او تاوتریخوالي او نشه يي توکو ته یې نه ویلي او په نړیوالو ډګرونو او سیالیو کې تل د افغانستان ویاړلی بیرغ یې له خپلو پیاوړو بازوانو سره جګ کړی او همدا د دې لامل شوی چې موږ ټول پر هغوی وویاړو.»
ولسمشر غني د خپلې وینا په بله برخه کې وویل چې حکومت د ټولو سپورټي څانګو د ودې لپاره پروګرام لري او په نږدې راتلوونکي کې به پلی شي.
خو د حکومت ځينې چارواکي له هغې ډلې د ولسمشر لومړي مرستیال امراالله صالح او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د هېواد د فوټبال غوره لیګ پای لوبې د لیدو لپاره لوبغالي ته تللي وو.
د تېرې شپې لوبه په داسې حال کې ترسره شوه چې له یوې اوونۍ راهیسې په هلمند کې د افغان دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده - هغه نښتې چې د سلګونو کورونیو د بې ځایه کېدو لامل شوی دی.
ولسمشر غني د طالبانو بریدونه وغندل او وې ویل:«دا ناروا او وحشت په کلکه غندم