Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکايي سرتېرو پر وتلو د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار تينګار

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر وتلو ټينګار کوي؛ خو هغه له درې میاشتو په کمه موده کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د احساساتو له امله ګڼي.

اوبراین د امریکا له اسپین انسټېټیوټ سره په مرکه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د واشنګټن او کابل د اوږدمهالې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي او زیاتوي چې په دې برخه کې حتا د طالبانو له لوري د همکارۍ نښې لري.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین څرګندوي:«دا ټول د ځینو کسانو له لوري حدس او ګمانونه دي . خو زه تضمینوم چې دا د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر پلان دی او پر عملي کېدو یې کار کوي»

دا امریکایي چارواکی د درې میاشتو په لړ کې  له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د ډانالډ ټرمپ خبرو ته له بل لید لوری ګوري.

هغه زیاتوي:«ټول ولسمشران غواړي چې تر کریسمسه یې ځواکونه خپلو کورونه ته راستانه شي. موږ پر سم لوري ګام ایښی دی او داسې برېښي چې په مني کې به زموږ د ځواکونو شمېر ۴۵۰۰ ته راکم شي. په جنوري او فبروي میاشتو کې به هم د کموالي بهیر دوام ولري؛ خو که شرایط اجازه راکړي، لېواله یوو چې خپل ځواکونه ژر وباسو.»

ټرمپ د تلې په شپاړلسمې نېټې په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي و چې تر کرسمسه به له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه کورته راستانه شي:«موږ د خپلو زړورو نرینه وو او ښځينه وو پاتې کوچنۍ ډله چې په افغانستان کې خدمت کوي تر کرسمسه هېواد ته راولو.»

اوبراین په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د واشنګټن د اوږدمهالي پروګرام یادونه هم کوي

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وايي:«زه فکر کوم چې له خپلو متحدانو سره څه په سوریې او یا عراق او افغانستان کې وي؛ اوږدمهالې همکارۍ لرو ؛ موږ د خپل دښمن یعنې د طالبانو له لوري هم داسې نښې لرو چې هغوی لېواله دي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري ولري.»

واشنګټن او طالبانو د تېرکال په کب میاشت کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د دغه هوکړه لیک د مادو یوه برخه ده.

اوس مهال په دافغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ امریکایي سرتېري حضور لري.
 
شریک یي کړئ