Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار د "سولې له پیغام‎" سره پاکستان ته ولاړ

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار د درې ورځني سفر په ترڅ کې نن(دوشنبې د تلې په ۲۸مه نېټه) پاکستان ته ولاړ.

ښاغلي حکمتیار پاکستان ته له تلو مخکې د حامدکرزي هوايي ډګر وویل چې د سولې له پیغام سره پاکستان ته ځي او هیله لري.

هغه هیله څرګنده کړه چې دغه سفر یې د افغان سولې پر بهیر مثبتې اغېزې وکړي.

ټاکل شوې ښاغلی حکمتیار نن د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر، شاه محمود قریشي او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې وویل چې ښاغلی حکمتیار به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، عمران خان، ولسمشر، عارف علوي او نورو چارواکو سره وګوري.

خبرپاڼې همداراز زیاته کړې چې د ښاغلي حکمتیار دغه سفر به د سولې په تړاو د "نظر تبادلې"، د افغانستان ـ پاکستان اړیکو پیاوړي کولو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تعامل رامنځت کولو ښه فرصت وي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:«پاکستان له افغانستان سره خپلو اړیکو ته چې تاریخي، فرهنګي او ارزښتونو کې رېښې لري، ډېر ارزښت ورکوي. پاکستان په بشپړه توګه د سولې، او د افغانستان د خلکو هوساینې لپاره له هڅو ملاتړ کوي.»

د خبرپاڼې په حواله دغه هېواد په دوامداره توګه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر کې له یوه پراخ سیاسي فصله ملاتړ کوي.

سیمې ته د ځينو سیاستوالو سفرونه

وروسته له دې چې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هند او پاکستان ته د سولې بهیر ملاتړ په موخه ولاړ، ځينو افغان سیاستوالو هم د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.

له دې ډلې تر اوسه ښاغلی حکمتیار اسلام اباد ته تللی.

ځينې رپوټونه وایي چې ښايي څو تنه نورې سیاسي څېرې پاکستان، هند او د سیمې یو شمېر نورو هېوادنو ته په نږدې راتلونکې کې سفر وکړي.

دا سفرونه په داسې وضعیت کې کیږي چې ظاهرا د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع نه ده رامنځته شوې. داسې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان له ونډې د هند د ناخوښۍ  رپوټ ورکړل شوی دی او ایران هم د امریکا په محوریت دا خبرې بې پایلې بللي دي.

ټاکل شوې ښاغلی حکمتیار نن د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر، شاه محمود قریشي او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري

شریک یي کړئ