د طالبانو لخوا د هلمند ولایت د څلورمې حوزې له نیولو لس ورځې تېریږي او اوس جګړې د دغه ولایت درېیمې حوزې ته رسېدلي دي.
د هلمند ولایتي شورا او اوسېدونکي خبرداری ورکوی چې که حالت ته پام ونشي، ښایې دا ښار د طالبانو په لاس نسکور شي.
د طلوع نیوز خبریال چې د هلمند لښکرګاه ښار درېیمې حوزې او ناوې ولسوالۍ ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی، وايي چې افغان ځواکونه د سیمو بیا نیونې لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.
افغان ځواکونه هم وايي چې طالبانو شاوخوا لس ورځې وړاندې ددغه ښار څلورمه حوزه ونیوله او اوسمهال د جګړې لومړۍ کرښه د دریمې حوزې تر نږدې سیمو را رسیدلي ده.
د پولیس سرتېری، سید محمد وايي:«څلورمه حوزه سقوط ده، او خط په درېیمه حوزه دی، تر هغې چې دغه خط کې ناست یم چې نفس راکې وي، هغې پورې جنګ کوم.»
درېیمه حوزه کې د پولیسو د یوې پوستې قومندان، صفت الله وايي:«که عملیات ونشي دښمن غواړي چې ښار ته د ننه شي او ښار ته زیان واړوي، خو اوس دښمن کمزوری شوی دی.»
د امنیتي ادارو د شمېرو له مخې د وروستیو لسو ورځو په نښته کې څه باندې درې سوه طالب جنګیالو او شاوخوا دیرش افغان سرتېریو او لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایت د درېیمې حوزې اوسېدونکی، نورالح وايي:«درېیمې حوزې ته جګړه رسېدلې ده، او که داسې روانه وي، ښار نسکوریږي، خو موږ وايوو چې دواړه لوري سره کیني او جګړې بس کړي.»
د هلمند بل اوسيدونکی، محمد امین زیاتوي:«طالب او سرباز دواړه د دغې خاورې بچی دی، دواړو باندې خرابیږو.»
د هلمند ولایتي شورا غړی، عبدالمجید آخندزاده څرګندوي:«حکومت پرمختګ نه دی کړی، که عملیات ونه کړي، خلک بد حالت کې ژوند کوي.»
دولتي ځواکونو د هلمند په یو شمېر برخو کې د سیمو د بېرته نیولو عملیات پېل کړي دي .خو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له امله دا عملیات پښه نیولي دي.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندان، فرید احمدي وايي:«ګډ ځواکونه ښه عملیات کوي او پرمختګ لري، او هر کور کې دښمن لټوي.»
بهرنیو ځواکونو هم د افغان خواکونو په ملاتړ د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې په نښه کړي دي. خو طالبانو دا بریدونه د هوکړې پر خلاف بللي دي.