Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روحاني سره د عبدالله لیدنه؛ ایران د هېواد د سولې له هڅو ملاتړ وکړ

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ایران کې د خپل سفر په وروستۍ ورځ د دغه هېواد له ولسمشر حسن روحاني سره ولیدل او خبرې اترې سره وکړې.

په دغې لیدنه کې ښاغلي روحاني وویل چې هېواد یې د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ او پایدارې سولې ملاتړ کوي.

د ملي ورغې جوړې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي روحاني وویل چې ایران له پایدارې سولې او د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ او د دغه هېواد د خلکو د لاسته راوړنو له خوندیتوب سره ملاتړ کوي.

د ایران ولسمشر په افغانستان کې سوله د سیمې د سولې او ټيکاو په ګټه وګاڼه او وې ویل چې هیله لري دغه هڅې پایله ولري.

هغه د افغانستان له خلکو حتا د کورونا په دوران کې هم د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه د اقتصادي پروګرامونو او طرحو د عملي کېدو غوښتونکی شو.

ورته مهال، ښاغلي عبدالله د سولې هڅو په لړ کې د وروستیو پرمختګونو، د دوحې مذاکراتو او د خپلو سیمه ییزو سفرونو په هکله خبرې وکړې او په افغانستان کې باعزته پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت پر هوډ او ارادې  ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ښاغلی عبدالله د سولې له ملاتړه، د ایران اسلامي جمهوري له اصولي دریځه په نیکۍ یادونه وکړه او د دغه ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس د ایران اسلامي جمهوریت څخه د افغان کډوالو د کوربتوب په هکله ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قانون جوړونکو او د قانوني تګ راتګ له پروګرامونو ملاتړ وکړ.

ښاغلي عبدالله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پروګرام پر عملي کېدو ټينګار وکړ چې سوله په افغانستان کې کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو زمینه ډېره برابره کړي. 

شریک یي کړئ