Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د غور څه باندې ۹۰ سلنه قربانیان او ټپيان مُلکیان دي

د غور ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې د یکشنبې ورځې د چاودنې ۹۰ سلنه قربانیان او ټپيان ولسي وګړي دي. 

د هغوی په وینا چاودنه د ولسي وګړو په منځ کې شوې ده او د فېروز کوه ښار اوسېدونکو ته یې د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ مالي زیان هم اړولی دی.

په دغې پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
د رپوټونو له مخې د دې چاودنې د شپاړسو قربانیانو له ډلې د معلولانو او ماشومانو په ګدون پنځلس تنه ملکیان دي.

د وژل شوي کس مور زیبا وايي:«زما زوی یې را ته وواژه په کور یې کړ، ټوټه ټوټه یې کړ.»

د وژل شوي کس پلار محمد ګل هم وویل:«خدای دې هغه کس ته چې دا کار یې کړی دی د قیامت په ورځ سزا ورکړي او خدای په خپله ژمنه کړې ده، هر څوک چې یو بې ګناه کس وژني د هغه سزا د دوزخ وروستۍ طبقه ده.»

 د غور په ولایتي روغتون کې لیدل کېږي چې ډېری ټپيان ملکیان دي. معلولان چې ګاڼه دي هم په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي. ډاکټران وایي چې د دې پېښې د ۱۵۰ ټپيانو له ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰ تنه ملکیان دي.
 
د غور د شهیدانو او معلولانو ادارې امر ګل احمد رستمي څرګندوي:«دلته د معلومانو درسي ټولګۍ و چې ۲۲ تنو دلته اشاريي ژبه زده کوله، د ښوونکي په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شوي دي. د هغوی د دوو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.» 

په غور کې ځايي چارواکي وایي چې چاودنه د یکشنبې پر ورځ د ملکیانو په منځ کې وشوه. او له ډيرو غندنو سره مخ شوې ده.

په غور کې د  بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر سرپرست مبارک شاه شېرزاد هم زیاته کړه:«د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه کړنې له غندنې سره هغه د بشر پر ضد جنایت ګڼي او د طالبانو له وسله والو ډلو غواړي چې د پوځي او مُلکي هدف تر منځ توپير وکړي.»

 د تېرې یکشنبې پر سهار په فېروز کوه ښار کې موټر بم چاودنه وشوه. دا چاودنه په فېروز  کوه ښار  کې بې مخینې بلل کېږي.

د یکشبنې په ورځ په غور کې موټر بم چاودنه کې ۱۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ