Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: میدان وردګو کې کلابند شوي ځواکونه ژغورل شوي

ملي دفاع وزارت وايي هغه سرتېري چې د میدان وردګو ولایت مرکز ته نږدې د ملي پوځ په یوې اډه کې د طالبانو له خوا کلابند وو ژغول شوي او ټپيان هم کابل ته لېږدول شوي دي.

د تېرې اوونۍ د چهارشبنې پرشپه ناوخته په میدان وردګو کې د اشرو پر اډې له موټر بم سره برید وشو، چې د هغه په پایله کې په دغې اډه کې څلور تنه پوځیان ټپيان شول.

خو د دغو ځواکونو قومندان له څلورو ورځو وروسته په خواله رسنیو کې په یوې ویډیو کې د ټپيانو د لېږد او ځواکونو ته د مرستو د رسېدو په برخه کې د امنیتي چارواکو پر بې پروایۍ نیوکه کوي. 

دوی وايي تر هغې چې د مرکز ملاتړ ورسره وي له خپلې پوستې به ساتنه وکړي.
    
د میدان وردګو د اشرو اډې قومندان عبدالجبار وویل:«تر هغې چې وینه زموږ په ځان کې وي موږ د دغه هېواد له لوېشتې لوېشتې څخه دفاع کوو، ولسمشر دې موږ ته د خپل اولاد په توګه ګڼي، له موږ سره خدای مرسته وکړي.»

هېوادوال د  هېواد د جګپوړو چارواکو له لوري د سرتېرو پر وړاندې بې پروايي د شرم وړ او اندېښمنوونکي بولي.
     
د کابل اوسېدونکی احمد مومن په دې اړه وویل:«زموږ افغان امنیتي ځواکونه له ډېر لوړ مورال سره جنګېږي، له بده مرغه چې زموږ د دولت د رهبرۍ ډېره ضعیفه رهبري ده.»  

د کابل بل اوسېدونکی ناصر دلاورزی هم وايي:«ډېر د شرم ځای دی د خواشینۍ ځای دی چې د یوه سرباز پالنه نه شي کولای ځکه هغه هم حق لري چې د خپلې کورنۍ شاوخوا ته کېني.»

خوکله چې  اسدالله خالد دوه کله مخکې د ملي د فاع وزارت د سرپرستۍ مسوولیت پرغاړه واخیست؛د پوځ ځواکونو ته یې پر وخت د مرستو رسولو ډاډ ورکړی و.
 
د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد ویلي و:«یوه ژمنه کولای شم، که چېرې وا مې وردل چې په یوه ځای کې ټپي پاتې دی او موږ یې نه شو لېږدولی، ډاډه واوسئ تر هغې ستاسو دفاع وزیر خوب نه وړي تر هغې چې ټول وزارت به په خوځښت راولي چې ته ټپي روغتون ته ولېږدول شې.» 

د ملي دفاع لومړی مرستیال په داسې حال کې چې په اشرو اډه کې د پوځیانو پر ستونزو د غور خبره کوي؛ خو اوسنی وضعیت جنګي بولي او نیمګړتیاوې مني.
              
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وویل:«هلته اکمالات رسېدلي، کومانډو هلته رسېدلې او دا جګړه ده، یعنې په جګړه کې کله موږ کولای شو چې په وخت اجراات وکړو او ځینې وخت بیا نورې موخې وي.»     

د جګړو په ډګرونو کې د سرتېرو د برخلیک پر وړاندې پر بې غوریو په داسې حال کې نیوکې کېږي چې د ولسي جرګې ځينې غړي وایي د هېواد ځينې لویې لارې هم د طالبانو له لوړو ګواښونو سره مخ دي.
             
په ولسي جرګ کې د میدان وردګو د خلکو استازی مهدي راسخ وايي:«سړک یې په اسکواټور کیندلی، لومړۍ درجه لویې لارې تړلې دي. دویمه درجه لویې لارې هم تړلې دي.»
  
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازی عبدالظاهر تمیم هم زیاته کړه:«د افغانستان خلک هره ورځ قرباني ورکوي. او د افغانستان خلک هره ورځ وژل کېږي خو هېڅ اورېدونکی غوږ نشته.»

دا لومړی ځل نه دی چې د جګړو په ډګرونو کې د هېواد د پوځيانو پر وړاندې په بې غوریو نیوکه کېږي. پخواني پوځيان وایي چې که د سرتېرو پر اړتیاوو په سمه توګه غور وشي؛ هغوی د اورپکو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاع توان لري.

شریک یي کړئ