Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مک ماستر د افغانستان په اړه د ټرمپ سیاست "ناسم" بولي

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار، مک ماستر، د دغه هېواد د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سیاست د افغانستان په تړاو ناسم بولي او زیاتوي چې د امریکا او طالبانو هوکړه د ۱۹۳۸ مونیخ هوکړې په څېر ده ـ کومه چې هتلر یې خوشاله کړ.

د واشنګټن پوست د راپور له مخې مک ماستر دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د خپل تازه کتاب په تړاو خبرو کې له لیرې لارې کړې دي.

 دا خبرې د الکساندر هامیلتون مدني ټولنې په کوربه توبه شوې دي.

ماستر همداراز ویلي دي چې ټرمپ د امریکا له اوسني ماموریته تخطي کړې ده، د امریکا او د افغان همکارانو امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دی زیاتوی چې له طالبانو سره هوکړې د جګړې لپاره د امریکا انګیزه زیانمنه کړه:«د ټرمپ تګلاره دا جګړه غیرعادلانه بولي په دې خاطر موږ کله هم یو عادلانه موخه نه ده تعریف کړې.»

د مک ماسټر په خبره:«دا (د ټرمپ تګلاره) ناسمه ده. موږ به یې بیه ورکړو او موږ به هغه ځای(افغانستان) کې ووسو.موږ باید بیا هلته ولاړ شو او په لوړې بیې سره.»

 په همدې حال کې د الکساندر هامیلتون بنسټ اجرایي رییس، کبریل شینمن په ښاغلي مک ماسټر پوښتنه وکړه دا چې ـ آیا له طالبانو سره د امریکا هوکړه د مونیخ په څېر یوه هوکړه ده چې د طالبانو خوشالولو لپاره ده؟

ده یې په ځواب کې وویل:«بلې بلې، همداسې ده.»

امریکا متحده ایالاتو د تېر هجري لمریز کال په کب میاشت کې له طالبانو سره هوکړه وکړه چې له مخې یې طالبانو پر امریکايي سرتېرو برید نه کوي.

یادې ډلې همداراز ژمنه کړې ه چې القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د المان او نورو هېوادونو ترمنځ د مونیخ هوکړې ته پاتې کیږي

شریک یي کړئ