میدان وردګو کې د سړک غاړې ماین دوو بېلا بېلو چادونو کې پنځه ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د سیمه ییزو مسوولینو په وینا دغه چاودنې نن سهار(سې شنبې د تلې په ۲۹مه نېټه) شوې او پایله کې یې ۹ ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي دي چې چاودنې د جلرېز ولسوالۍ کوټه عشرو سیمه کې په داسې حال کې شوې دي چې د ملکي کسانو د سورلۍ یو استانه او بل سراچه موټر د سړک غاړې ماین سره برابر شوي دي.
سیمه ییز مسوولین وايي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو د افغان حکومت امنیتي مسوولین د سرک غاړې د ماین چاودنو پړه پر مخالفو وسله والو وراچوي او زیاتوي چې یاده ډله د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه دا ماینونه ځای پر خاي کوي. دوی څرګندوي چې د سرک غاړې ماینونو ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.