Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د یوې وروستۍ میاشتې تاوتریخوالیو په لړ کې۱۸۰تنه مُلکیان وژل شوي'

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په څه کمې یوې میاشت کې د تاوتریخوالیو په پایله کې ۱۸۰ تنه ولسي وګړي مړه شوي او ۳۷۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې په همدې موده کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې حضور لري.

د مذاکراتو په پیل کې ځنډ، د هېواد د بېلابېلو برخو د اوسېدونکو نیوکې او ناخوښي راپارولې ده.
  
د سې شنبې پر ورځ د کابل یوه برخه د داسې اعتراضانو شاهده وه چې په کې هېواد کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو او په بین الافغاني مذاکراتو کې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کېږي.

د ملي مشارکت ګوند رییس نجیب‌الله کابلي وايي:«سوله چېرته؟ سوله څه وخت؟ کله چې په قطر کې موږ د مذاکرې په لور ځوو. نن تاسې وینئ چې ځانمرګی کېږي، چاودنه کېږي، زموږ سرتېري شهیدان کېږي. دا ډول سوله موږ نه غواړو.»

په وروستۍ یوې میاشت کې په قطر کې د سولې هڅې په افغانستان کې د پخوا په پرتله ډېرې تعقیېږي. په دې لړ کې ځينې کسان د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو بهیر پر ګونګتیا اندېښمن دي.

د سولې د برخې فعال حامد سلطاني وویل:«خلک په هېڅ نه پوهېږي چې څه کېږي؟ ایا طالبان د جګړې په زور راځي او حکومت نیسي؟ او یا ایا اسلامي امارت ټينګېږي.؟»

ځينې نور بیا پر خپل کار او بار د دغه وضعیت له اغېزمنتیا شکایت لري.

سوداګر شفیق‌الله نایبي څرګندوي:«خلک اندېښمن دي چې څه کېږي؟ او هغه پروژې چې تر کار لاندې دي، خلک یې د بشپړېدو په حال کې دي او هڅه کوي چې دغه پروژې بشپړې شي چې نور کار او بار ونه کړي.»

یوازې په پلازمېنه کې نه بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم خلک په قطر کې د سولې پر اوسنیو هڅو د خپلې بې باروۍ خبره کوي.

د بادغیس اوسېدونکی عصمت سهیل وايي:«کابو یوه میاشت کېږي چې خبرې اترې اوږدې شوې دي او دې کار خلک تر یوه بریده ناهیلې کړې دي.»

د بادغیس بل اوسېدونکی عارف حسرت هم زیاتوي:«طالبان د دې لپاره بل دلیل نه لري چې تاوتریخوالی وکړي او هغوی باید راشي او سوله وکړي.»

دلته په هرات کې هم د انځورګرۍ په یوه نندارتون کې په هېود کې د تاوتریخوالي له امله د ماشومانو د زیانمېدو خبره کوي او د دغو تاوتریخوالو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.
  
د نندارتون جوړونکی عزیزاحمد سوران څرګنده کړه:«دغه ټول، د ماشومانو دردونه، ستونزې رسوي چې دوی په ټولو برخو کې، څومره زیانمنونکي دي.» 

په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاويو له حضوره د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم د دواړو لوریو ترمنځ رسمي مذاکرات نه دي پېل شوي او دواړه لوري نه دي توانېدلي چې ان د مذاکراتو د کړنلارې په تړاو هوکړې ته ورسېږي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه