Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: د مجرمانو په لټون کې د بې اسنادو موټرو شتون یوه ننګونه ده

د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امراالله صالح وايي چې د مجرمانو په لټون او تعقیب کې د بې اسنادو موټرو شتون یوه ستره ننګونه ده او که چېرې دغه موټر تر راتلوونکو دوو میاشتو قانوني نه شي، راټول کړای به شي. 

ښاغلی صالح چې له درې ورځو راهیسې د پلازمېنې له جرمونو سره د مبارزې او امنیت ټینګښت مسوولیت په غاړه اخیستی دی، د ځمکې له غاصیانو سره مبارزه، د غلو د نوملړ چمتو کول، د اطلاعاتو برېښنايي کول، ښاري انظباط او په ښوونځیو کې د «زمرک» په نامه د جوړښت رامنځته کول او د پولیسو اصلي مسوولیت ته د هغوی راګرځول د هغه د کاري لومړیتوبونو څخه دي.

د پلازمېنې په دویمې امنیتي غونډه کې، د بې اسنادو موټرو د راټولو لپاره دوه میاشتنی فرصت، له واټونو د سوالګرو راټولول، د هغو لوړپوړیزو ودانیو ورانول چې په ناقانونه توګه جوړېږي، په کابل کې د جنايي پېښو ورځنۍ څېړنه، ناحیه په ناحیه د کوچنیو او لویو مجرمانو ګټه ګوري کول او له یوه ځایه تر بل ځایه امنیتي پوښښ د ښاغلي صالح د امنیتي مدیریت مهمې برخې دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مسوول رضوان مراد وویل:«امنیتي ځواکونو ته حکم شوی دی چې د جرم او جنایت په وړاندې هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي.»

د امنیت د ټینګښت لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال بله پرېکړه، خپل لومړني مسوولیت ته د پولیسو راستنول، په ښوونځيو کې له نشه يي توکو، چاقو را اېستلو او د ښوونکي له ځورولو سره د مبارزې لپاره په ښوونځیو کې د زمرک په نوم د یوه رضاکاره تشکیل جوړېدل، د غاصبانو له منګولو د پارکونو او زرغونو سیمو بېرته راګرځول، د اطلاعاتو برېښنايي کول، د ښاري انظباط رامنځته کول او د ښاروالۍ په مټ او د کورنیو  چارو وزارت په همکارۍ د سلګونه کسانو په ګومارلو سره د پلیو لارو پاکول د دې پرېکړې نورې برخې دي.

د چارو شنونکی رامش سالمي وايي:«د کابل ناامني په بې کارۍ او زموږ د ټولنې له حده زیاتې بې وزلۍ کې رېښه لري.»

د کابل اوسېدونکی رودمل امین:«هغوی یوه کړۍ ته چې پر هغوی د چا زور بر نه دی یا هغوی له مافیا سره لاس لري.» 

د بې اسنادو موټرو راټولول ظاهراً د دغه پلان په نوملړ کې دي، د ټرافیکو ریاست په کابل او په ټول هېواد کې د بې اسنادو موټرو کره شمېرې نه لري.

 دا اداره وایي چې یوازې ۸۴ بې اسناده موټر ضبظ شوي دي. خو په امنیتي ادارو کې سرچینې وایي چې په هېواد کې شاوخوا څلور زره  بې اسناده موټر تګ راتګ کوي.
 
د کورنیو چارو وزارت د تفتیش پخوانی رییس مسعود راغیب څرګندوي:«اختطافونه ووینئ، انسان تښتوونې ووینئ، وژنې ووینئ، تر شاه یې زورواکی دی.»

د پلازمېنې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو اوونیو کې په کابل کې نا امنیو او د جنایي پېښو زیاتوالي وضعیت له داسې کړکېچ سره مخ کړی دی چې د کابل د امنیت بېرته راستنول به د ولسمشر د لومړي مرستیال لپاره هم یوه لویه آزموینه وي. 

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مسوول وايي چې امنیتي ځواکونو ته حکم شوی دی چې د جرم او جنایت په وړاندې هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه