Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار په اسلام اباد کې: امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (سې شنبې د تلې په ۲۹مه) پاکستان کې یوې خبري ناسته کې وویل چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده او له وتلو پرته بله چاره نه لري.

ښاغلي حکمتیار په دوحه کې د سولې پر خبرو اترو هم نیوکه کړې ده او وايي چې دا بهیر یوازې د ارګ ډلې او طالبانو ترمنځ ده.

حکمتیار په دې اړه وویل:«دوحه کې اوسني مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو ترمنځ دي او د ټولو افغانانو مذاکرات نه دي؛ ځکه چې په دغو مذاکراتو کې یو ډېر شمېر سیاسي ګوندونه شریک نه دي. موږ نه یوو. اړتیا ده چې یوه اجماع رامنځته شي او له هغې وروسته له واحد نظر سره مذاکرتې ته داخل شي.»

حکمتیار پاکستان ته د سفر په لړ کې له ډېرو جګپوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي له هغې ډلې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.

حکمتیار وویل چې افغان حکومت د جګړې دوام غواړي او د سولې پلوی نه دی.

هغه همدارنګه ټینګار کړی تر هغې چې ټول بهرنیان له افغانستانه ونه وځي په دغه هېواد کې به سوله ټینګه نه شي.

حکمتیار څرګنده کړه:«سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک د زمینې برابرولو برخه کې مهم رول درلود او له دغه بهیره خپل ملاتړ ته ژمن دی.»
 
ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وايي چې د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان په دوحه کې د سولې خبرې اترې یو تاریخي فرصت کڼي.

د پاکستان مشر بیاځلې ویلي چې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ هېڅ پوځي حل لار نه لري او یوازینۍ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر کولای شي چې په افغانستان کې دایمي سوله ټینګه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، عمران خان له حکمتیار سره په دغې لیدنه کې له افغانستانه بهر د سولې بهیر د ویجاړونکو له هڅو خبرداری ورکړی دی.

دا څرګندوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاوي له یوې میاشتې راهیسې په دوحه کې څه کوي چې د سولې خبرو اترو د اجنډا پر سر سره هوکړې ته ورسېږي.

د تاوتریخوالي دوام
د سولې لپاه د پراخو هڅو سربېره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه مخ په زیاتوالي ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په څه کمې یوې میاشت کې د تاوتریخوالیو په پایله کې ۱۸۰ تنه ولسي وګړي مړه شوي او ۳۷۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې په همدې موده کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې حضور لري.

د مذاکراتو په پیل کې ځنډ، د هېواد د بېلابېلو برخو د اوسېدونکو نیوکې او ناخوښي راپارولې ده.
  
د سې شنبې پر ورځ د کابل یوه برخه د داسې اعتراضانو شاهده وه چې په کې هېواد کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو او په بین الافغاني مذاکراتو کې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کېږي.

شریک یي کړئ