Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر د باور رایې اخیستو لپاره پارلمان ته نوماندوزیران معرفي کړل

ولسمشرغني نن(چهارشنبې د تلې په ۳۰مه نېټه) د باور رایې اخیستو په موخه د حکومت نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ښاغلي غني ولسي جرګه کې خپلې وینا پرمهال وویل چې افغانستان شا تګ نه کوي او هغه به له ۳۰ زرو ځانګړو ځواکونو سره د هېواد امنیت تامین کړي.

هغه زیاته کړه:«افغان ځواکونو تل ثابته کړې چې د اساسي قانون او ارزښتونو اصلي ساتونکي دي.»

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې حکومت کې به بنسټیز بدلون راشي، د هغه په خبره چې یوه کوچني اقلیت افغانستان بدنامه کړی دی.

ولسمشر غني ټینګار وکړی چې زموږ د نن ورځې پرېکړې، پر سبا اغېزې لري:«مرکچي پلاوي ته باید وخت ورکړل شي، څو د افغانستان د خلکو په غوښتنه خپلې پرېکړې په دوحه کې وکړي.»

ښاغلي غني همداراز وپوښتل چې طالبان له امریکا سره خپله هوکړه د سولې خبرو اساس غواړي، خو موږ اسلام، اوس تاسې اوایاست چې څوک د اسلام استازیتوب کوي؟

 غني له هېواده د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته په اشارې څرګنده کړه:«‎موږ یوازې نه یوو، موږ له نړیوالو سره د ګډو ګټو په موخه اړیکې جوړې کړې دي. په دې وروستیو کې هلمند کې له افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو هوايي ملاتړ  له موږ سره د دوی همغږي ښیې.»

او هلمند د طالبانو وروستي بریدونه ښکاره کوي چې دوی لا هم د فتحې پر کاذب روایت باور لري.»

ولسمشر همداراز وویل چې د غور او هلمند د طالبانو وروستي بریدونه ښکاره کوي چې دوی لا هم د فتحې پر کاذب روایت باور لري او زیاته یې کړه چې زموږ علماوو نړۍ ته قناعت ورکړ چې طالبان د جګړې لپاره شرعي دلیل نلري.

ولسمشر غني ژمنه وکړه چې حکومت کې به بنسټیز بدلون راشي

شریک یي کړئ