Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د افغانستان روانه جګړه شرعي جواز نه لري او ناروا هغه ده'

د مسلمانانو علماوو د نړیوالې ټولنې رییس، دوکتور شیخ احمد الریسوني له طلوع نیوز سره مرکه کې وايي چې اوسنۍ جګړه که د یوه کس د وژل کېدو لامل هم شي له اسلام او شریعته بهر دی.

دی زیاتوي چې دا خبره یې ځينو طالبانو ته هم کړې ده:«‎‎اوس افغانان خپل منځ کې دي، ټول افغانان، نه یوازې حکومت او طالبان بلکې ټول افغاني لوري، افغانستان کې شخصیتونه، علما او ډېر بهیرونه شته دي چې باید سره هوکړې ته ورسېږي او دا یو حتمي امر دی. هغه څوک چې د تفاهم لار نه خپلوي باید چې څنګ ته شي، اوس د تفاهم وخت رارسېدلی دی او دا تفاهم اجباري او شرعي دی.»

ښاغلی ریسوني هېواد کې د اوسنۍ جګړې په تړاو زیاتوي:«‎جګړه شرعي دلیل نه لري، د یوه کس قتل هم جواز نه لري. نو لومړۍ باید جګړه ودرېږي او مذاکرات د نوي دولت جوړولو د یوه مترقي او اسلامي افغاتسان رامنځته شي هغه څه چې موږ یې غواړو په نړیوالو قضیو کې ونډه ولري، او خپلې نړیوالې اړیکې جوړې کړي، نو اوسنۍ جګړه شرعي جواز نه لري.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان جګړه کې وژنې او روانې جګړې ته څه نوم ورکوي زیاتوي:«‎هغه جرایم بولو، اوسنۍ وژنې او قتل جرایم بلل کېږي. په هره اندازه چې انسان قتل کوي، په هماغه اندازه د جرم مرتکب کېږي.»

د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې ریییس افغانستان کې د یوبل وژنه ناروا بولي او زیاتوي چې د دغه کار ترسره کوونکي مجرم دي.

ښاغلی ریسوني د ځانمرګي بریدونو په تړاو وړاندې وايي:«په دې برخه کې د پخوانیو او معاصرو علماو ترمنځ اختلاف شته چې دا استشهادي آو که انتحاري وبلل شي؟ سمه ده چې کله یو مسلمان د یوه جنګیالي دښمن ځواک په نښه کوي او موخه یې ځان وژنه نه وي خو د برید په پایل کې وژل کیږي دا عمل د منلو نه دی.»

نوموړی زیاتوي:«خو اوس موږ د مسلمانانو ترمنځ له چګړې خبرې کوو، دا که طالبانو وي، القاعده او یا نورې خواوې، هر څوک چې د مسلمانانو په وژنه لاس پورې کوي، هغه که افغانستان کې یا بل ځای کې وي، هغه معتدي او مجرم دی، هر نوم چې تر سره شوي عمل تته ورکوي، او یا په دې او یا هغه طریقه ترسره شوی وي.»

شیخ احمد الریسوني وايي چې په تېرو کلونو کې یې د افغانستان حالات تعقیب کړي او ترې باخبره دی.

د مسلمانانو علماو د نړیوالې اتحادیې ریییس افغانستان کې د یو بل وژنه ناروا بولي او زیاتوي چې د دغه کار ترسره کوونکي مجرم دي.

شریک یي کړئ