Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل په یوه شپه او ورځ کې د څو جنايي پېښو شاهد و

په کابل کې د جنايي جرمونو په لړ کې، په تېره یوه شپه او ورځ کې پلازمېنه، د کابل امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د پخواني امر د وژنې په ګډون د څو جنايي پېښو شاهده وه.

د کابل دامنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پخوانی آمر لمر خلیل نن سهار خپل کور ته نږدې ووژل شو.

د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل د امنیت خوندیتوب او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په خپله څلورمه کاري ورځ کې ویلي چې، د لمر خلیل وژل کېدل د هغه له لوري د نشه يي توکو د یوې خطرناکې ډلې له افشا کېدو سره تړاو لري.

په بل پېښه کې، غلو تېره شپه د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه زده کوونکې ټپي او د هغې موبایل یې له ځانه سره وړی دی.

د کابل د اتلسمې حوزې وکیل، وکیل جعفري وايي:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د خلکو امنیت ته پاملرنه وکړي او د خلکو مرستې ته دې ورسېږي.»

د زده کوونکې له خپلوانو راضیه وايي:«په ټول کې زموږ د سیمې امنیت واقعاً خراب دی. زه چې کله دغې سیمې ته راغلې یم، نه مې دي لیدلي چې امنیتي پوسته په دې سیمه کې ګزمه وکړي او د دغه ځای امنیت چک کړي.»

له دې سره سم، د ملي اردو د دغې افسرې کورنۍ وايي، هغه او یوه ۱۷ کلنه خور یې د یکشنبې په ورځ په خپل کور کې د ناپيژندو کسانو له لوري زندۍ شوې او لا یې هم لامل روښانه نه دی.

د وژل شویو نجونو مور لیلما وايي:«له هغې ورځې چې دغه پېښه رامنځته شوې، زه حیرانه پاتې یم چې څه وکړم؟ ایا خپل اولادونه پرېږدو چې ښوونځیو ته ولاړ شي او که نه؟ اندېښمن یوو چې په لار کې ونه تښتول شي.»

د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې دغه پېښه د دوی تر څېړنو لاندې ده.

له دې سره سم، کورنیو چارو وزارت وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په دې وروستیو ورځو کې لاسته راوړنې هم لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:«موضوعګانې د پولیسو تر څېړنې لاندې دي او موږ په وروستیو ورځو کې له جرمونو او مجرمینو سره د مبارزې په لړ کې عملي اقدامات لرلي دي.»

د کابل د امنیت خوندینې مسوولیت د شنبې په ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال ته وسپارل شو. امراله صالح تر دې مخکې ویلي چې، د ځمکو له غاصبینو سره مبارزه، د غلو د نوملړ جوړول، د اطلاعاتو برېښنايي کول، ښاري انظباط او په ښوونځیو کې د زمرک په نامه د یوې ډلې جوړول او اصلي دندو ته د پولیسو بېرته راستنول د ده له کاري لومړیتوبونو دي.

د ملي اردو د دغې افسرې کورنۍ وايي، هغه او یوه ۱۷ کلنه خور یې د یکشنبې په ورځ په خپل کور کې د ناپيژندو کسانو له لوري زندۍ شوې او لا یې هم لامل روښانه نه دی.

شریک یي کړئ