د بلخ د کلیو جوړولو او پراختیا ریاست وايي چې طالبانو د دغه ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د سړک جوړولو یوه شرکت اووه تنه کارګران تښتولي دي.
د بلخ د کلیو جوړولو او پراختیا رییس عبدالباسط عیني وايي چې طالبانو نن جمعه (د لړم په ۲مه) د سړک جوړولو یوه شرکت پنځه تنه موټر چلوونکي او دوه کارګران هغه مهال تښتولي چې د نهر شاهي ولسوالۍ د لنګرخانې - کمپرک سړک باندې کار کاوه.
هغه زیاتوي چې طالبانو یو عراده اسکوارټر، یو عراده ګرېډر او یو عراده رولر هم له ځان سره وړي دي.
د ښاغلي عیني په وینا چې څو ورځې مخکې هم طالبانو د دغه شرکت درې تنه کارګران له ځانه سره وړي وو، خو څو ساعته وروسته او د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړل.
خو د نویو تښتول شویو کارګرانو د برخلیک په اړه تراوسه معلومات په واک کې نشته.
د بلخ پولیسو وايي چې په دې اړه جزیات نه لري خو د دغې پېښې د څرنګوالي د موندلو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې طالبان د سړک جوړولو شرکتونو څخه باج اخلي او که چېرې شرکت هغه ته پیسې ور نه کړي له مزاحمتونو سره به مخ شي.
خو طالبانو دا څرګندونې رد کړې دي.