Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: هر کال د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان ژوند بایلي

په عامې روغتیا وزارت کې د سرطان د کنټرول برخې مسوولان وايي چې په افغانستان کې هر کال د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان ژوند بایلي.
 
د دغه مرکز د شمېرو پر بنسټ، په هېواد کې د کال ۲۰ زره تنه په سرطان اخته کېږي چې کابو ۲۰ سلنه دغه ناروغان مېرمنې دي چې د تي سرطان لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې هر کال په افغانستان کې ۳۰۵۲ ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي چې شاوخوا ۱۷۲۶ تنه یعنې نیمايي د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند بایلي.

 په جمهوریت روغتون کې ډاکټره رابعه سهاک وايي چې د هېواد له بېلابېلو برخو نه په ورځ کې نږدې ۱۰۰ ناروغان په جمهوریت روغتون کې د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول مرکز ته راځي چې له دې منځه شاوخوا ۲۰ سلنه یې هغه مېرمنې دي چې د سینې په سرطان اخته دي.

اغلې سهاک زیاتوي:«ټول هغه ناروغان چې موږ ته مراجعه کوي، کله چې د دوی سرطان تشخیص کېږي، ثدیه په بشپړه توګه لرې کوو ځکه چې موږ د دې ستونزه لرو یو ډول درملنه چې هغه ته راډيوټراپي وايي موږ یې نه لرو.»

ماه پري له څه باندې یوکال راهیسې د تي یا سینې سرطان لري، خو څو میاشتې کېږي چې له خپلې ناروغۍ خبره شوې ده او په جمهوریت روغتون کې د سرطان د کنټرول مرکز ته راغلې ده.

ډاکټران وایي چې د هغې د ناورغۍ پرمختګ او له دې ناروغۍ یې ناخبري د دې لامل شوې ده چې د درملو په کارولو سره د خپل سر او وروځو ویښتان له لاسه ورکړي او د بدن یوه برخه یې توره او شنه شوې ده:«لومړی پوه نه شومه، وروسته چې پوه شومه بیا مې ډاکټر ته مراجعه وکړه.»

طوبا چې له بلخ ولایت نه راغلي ده وایي چې په دغه ولایت کې ډاکټران وتوانېدلي چې د دې ناروغي تشخیص کړي او د دې ناروغۍ پرمختګ د دې لامل شوې ده چې کابل ته راشي او عملیات شي.
 
له ناروغۍ ښه شوې مېرمن طوبا څرګندوي:«کیڼ لوري ته مې پړسوب و، درد یې کاوه، سوی او خارښت یې درلود؛ ډېره په زحمت شوې وم.»

د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د هغو ۲۰ زره تنو نه چې هر کال په افغانستان کې د سرطان په ناورغۍ اخته شوې دي؛ ۱۵ زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي او هر کال پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیاتېږي.
  
د سرطان د کنټرول د ملي برخې د پروګرام مسوولان وایي چې پر کابل سربېره په هرات او بلخ کې هم د سرطان د کنټرول مرکز جوړشوی دی؛ خو لا تر اوسه د ډاکټرانو له لوري د سرطاني ناورغیو تشخیص خورا ګران کار دی او په کلیوالو سیمو کې د دې ناورغۍ له امله ګڼ کسان خپل ژوند بایلي.
 
په جمهوریت روغتون کې ډاکټران وايي چې هر کال د څه باندې درې زره ښځو له منځه چې د تي پر سرطان اخته کېږي د دغو ښځو له نیمايي زیاتې د خپلې ناروغۍ څخه د نه پوهاوي له امله مري.

شریک یي کړئ