Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'طالبانو د کابل-غزني لویې لارې په اوږدو کې پلټن ځایونه جوړ کړي'

د کابل - غزني لویې لارې مسافر وايي چې د دغې لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو او د طالبانو له خوا د پلټن ځایونو (تلاشۍ پوستو) د جوړېدو له امله اړ دي، په څو ځایونو کې، له اصلي سړک څخه نه بلکې له فرعي لارو او کلیو څخه تېر شي.

د دغې لارې مسافر وايي چې په دغې لویې لار سفر چې له دې مخکې درې ساعته وخت نیوه، اوس دغه وخت پنځو ساعتونو ته رسېدلی دی.

یو له دغو مسافرو حمدالله وايي:«په ټوله لار کې، په دوه برخو کې په خام سړک، لوړو او ژورو کې موټر ځي. یوازې د لارې یوه برخه خلاصه ده چې هغه هم د ښار مرکز ته نږدې دی.»

په دغه راز وضعیت کې د کورنیو چارو وزارت د لویو لارو د امنیت ټينګښت له خپلو لومړیتوبونو بولي او وایي چې پر لویو لارو د طالبانو  تحرکات کله ناکله وي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ټول توان سره هڅه کوي چې دغه ګواښونه رفع کړي.»

د کابل - غزني پر لویه لار له څو ورځو راهیسې نا امنۍ او د دې لارې په ځينو برخو کې د طالبانو د تلاشۍ پوستې ډېرې شوې دي.

 د شنبې په ورځ د غزني ځايي چارواکو د غزني د دویمې حوزې اړوند په روضه سیمه کې د سړک غاړې د دوو ماینونو د چاودنې خبر هم ورکړ. په دغو چاودنو کې د څلورو ښځو په ګډون اته مُلکیان او یو پوځي ووژل شول.
 
د کابل غزني د لویې لارې موټر چلوونکی بشیر احمد په دې اړه څرګندوي:«په شش ګاو کې موټر خامې ته کوزوي او کابو پنځوس او شېته سانتي دوړې دي. کابو ۲۵ دقیقې یا نیم ساعت په بشپړه توګه په خاورو کې منزل کوئ. بیا له هغه ځایه چې ووځې د هفت اسیاب په سیمه کې، بیا په خام سړک دی او په سړک یې اغزن مزي اچولي دي، بیا خامه ته ګوزېږي.»

شریک یي کړئ