Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې له هڅو سره هم مهاله ۲۶ولایتونو ته د جګړې د لمنې پراختیا

په دوحه کې د سولې له هڅو سره هم مهاله، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې لمن د هېواد ۲۶ ولایتونو ته خپره شوې ده.

په دغو جګړو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوستې ده؛ لکه څرنګه چې ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ طالب جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې څه باندې ۵۰ تنه ولسي وګړي د طالبانو د تېرو ۲۴ ساعتونو په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

په دغو جګړو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات په واک کې نشته. خو د شمېرو پر بنسټ په تېرو څلورو ورځو کې په تخار او نیمروز کې څه باندې ۷۰ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

ورته مهال د کندوز استازي وایي چې د دغه ولایت په خان آباد او امام صاحب ولسوالیو کې ځينې پوستې د طالبانو په کلابندۍ کې دي او د خان آباد - کندوز پرلار د اندراب د نو آباد پوسته هم د دې ډلې په لاس سقوط شوې ده.

د کندز د ولایتي شورا غړی رباني رباني وویل:«کابو څو شپې او ورځې کېږي چې جګړې زوی اخیستی دی خو هغوی تراوسه له خپلو پوستو دفاع کړې ده.»

د رپوټونو له مخې د طالبانو له لوري د افغان ځواکونو د ځینو پوستو پر نیول کېدو او کلابندۍ سربېره، افغان ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د ولایتي شوار رییس وفي الله رحماني هم وايي:«زموږ د امنیتي ځواکونو د نه بسندویه تشکیل او د لازمو تجهیزاتو نشتون دی که چې دښمن برید کوي نه هوايي مرستې او نه هم ځمکنۍ مرستې په خپل وخت رسېږي.»

د ملي دفاع وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په شپږویشتو ولایتونو کې جګړه روانه ده ؛خو  د طالبانو  د  بریدونو زیاتوالی او دغه راز د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې د دغو جګړو مدیریت له نیوکو سره مخ کړی دی.

د ملي پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي:«پر خپل وخت ملاتړ ونه شو، اکمال ونه شو، ریزف ځواکونه ورته ونه رسېدل او لوژیستک او تجهیزات ورته ونه رسېدل؛ هغوی قرباني ورکړه.»

خو ملي دفاع وزارت وايي چې په دغو جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او  ملي اردو ځواکونه د پوځي تجهیزاتو له کموالي سره مخ نه دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«د جګړې په دګرونو کې زموږ ځواکونو ته پاملرنه کېږي او اکمالول یې د ملي دفاع وزارت په لومړيتوبونو کې دي او تل په موقع اقدام شوی دی او له هېڅ کموالي سره مخ شوي نه دي.»

د طالبانو د بریدونو پر زیاتېدو له دغو ټولو اندېښنو سره سره، ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا په غونډه کې ویلي دي چې امنیتي سکټورد ځانبسیاینې د منظمې طرحې د پلېتابه په حال کې دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه